شورای-عالمان-دین-400x250

د افغانستان جګړه او سوله؛ په مکه کې د اسلامي نړۍ د عالمانو غونډه کېږي

neshananews

01 November 2020

د ملي روغې جوړې شورا وایي، چې د افغان سولې اړوند به د اسلامي نړۍ د عالمانو ناسته په راتلونکو څو ورځو کې په سعودي عربستان کې وشي.

یادې شورا پرون (شنبه، د لړم ۱۰) په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې ناسته کې به د اسلامي نړۍ سلګونه عالمان ګډون وکړي او د افغان سولې اړوند به خپل نظر وړاندې کړي. د ملي روغې جوړې شورا وایي، چې دې کنفرانس ته همغږۍ روانې دي؛ خو یادې شورا د ناستې کره وخت نه دی په ډاګه کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څلوېښتو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې د نظام مخالف لوري ادعا کوي، چې د دوی جګړه د دیني دستورونو پر بنسټ ده؛  هغه جګړه، چې زرګونه خلک پکې ووژل شول او زرګونه کورنۍ پکې نورو هېوادونو ته مهاجرې شوې.

 په وروستیو کې د اسلامي نړۍ زیاترو عالمانو د افغانستان جګړه دیني نه، بلکې سیاسي بللې.

څو ورځې مخکې په بنګلدېش کې دیني عالمانو د افغانستان جګړه د اسلامي شریعت خلاف وبلله او په افغانستان کې یې د اوربند غوښتنه وکړه؛ خو طالبان وایي، له افغان دولت سره تر هوکړې وروسته به اوربند کوي.