د افغانستان فوټبال ملي لوبډله قطر ته تللی
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۲ نړیوال جام د مقدماتي لوبو په موخه قطر ته تللې.
یاد فدراسیون نن (دوشنبه، د غبرګولي نهمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د هېواد فوټبال لوبډله به د پنجشنبې په ورځ د لوبې ډګر ته ښکته شي.
د فوټبال فدراسیون وایي، د فوټبال ملي لوبډله به لومړۍ لوبه له بنګله دېش سره تر سره کړي.
د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام مقدماتي لوبې دوه اوونۍ مخکې په قطر کې پیل شوې. د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ د هېواد فوټبال ملي لوبډلې له سنګاپور سره لوبه درلوده، چې مساوي پای ته ورسېده.