د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ژان ارنو د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره لیدلي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه، د غبرګولي ۱۹) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې لیدنه پرون په تهران کې شوې.
د خبرپاڼې پر بنسټ ارنو په افغان سوله کې د سیمې د هېوادونو رول مهم ګڼلی او په دې برخه کې یې د تهران مرسته غوښتې.
ښاغلی ارنو ویلي، چې ملګري ملتونه هڅه کوي چې د سیمې هېوادونو په همکاري د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسوي. هغه د سولې لپاره خپل سفرونه له تهران څخه پیل کړي.
د خبرپاڼې پر بنسټ جواد ظریف هم په دې برخه کې د تهران د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په داسې حال کې سیمې ته سفرونه پیل کړي، چې په کابل او دوحه کې هم د سولې لپاره هڅې روانې دي.
یوه اوونۍ کېږي، چې افغان مرکچي پلاوی دوحې ته تللی خو لا هم د سولې خبرې نه دي پیل شوې.