Baghlan-3-770x434

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: په بغلان کې د ماین پاکۍ پر موسسې د برید څرنګوالی باید ژر تر ژره وڅېړل شي

neshananews

10 June 2021

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بغلان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې هالوټرسټ پر کارکوونکو د برید د ژر تر ژره څېړنې غوښتنه کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نیټ پرایز تېره شپه (چهارشنبه، د غبرګولي ۱۹مه) په واشینټن کې په یوه خبري ناسته کې د بغلان ولایت اړوند د ماین پاکۍ پر  یوې موسسې د برید پر وړاندې غبرګون ښوولی.

ښاغلی پرایز وايي، چې د ماین پاکۍ پر موسسې وسلوال برید وحشتناک جنایت دی. هغه جنایت، چې د هغه په وینا یوه بشرپاله موسسه یې په نښه کړې په داسې حال کې، چې ټول هېواد د یادې موسسې له فعالیته ګټه اخلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، په دې برخه کې باید بېړنۍ څېړنې وشي.

د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې (سه‌شنبه، د غبرګولي ۱۸مه) د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالي کې د ماین پاکۍ پر یوه موسسه وسلوال برید وشو. د بغلان پولیس دا د طالبانو کار بولي؛ خو طالبان په دې برید کې لاس لرل نه مني.

بل خوا د هالوټرسټ موسسې رییس ویلي، چې د بریدګرو موخه یواځې د یوه ځانګړي قوم کارکوونکي وو.