12430131_xl

د بدخشان د سرو زرو له کانونو څخه طالبانو ته میلیونونه پیسې په لاس ورغلې دي

neshananews

25 December 2019

طالبان له څو کلونو راپدېخوا د بدخشان د سروزو پر کانونو مسلط دي او له دې کانونو څخه راغلې پیسې د دوی جېب ته ځي. سرچینې وايي چې په وروستیو کې دې کانونو ته پرمختللي وسایل او کارخانې جوړې شوې دي، چې د طالبانو ګټه یې له دې کانونو څخه څو چنده لوړه کړې ده.

د بدخشان د ولایتې شورا غړي او د دې ولایت مدني فعالان وايي، چې طالبان له دې کانونو څخه په ورځ کې پنځوس زره امریکايي ډالر ګټه کوي. د بدخشان ولایت د مدني ټولنې ریس سیف الدین سایس وايي، چې د بدخشان په راغستان او کوهستان ولسوالیو کې د سرو زرو تر سل زیاتې فابریکې فعالې دي. دا هغه ولسوالۍ دي، چې د طالبانو تر واک لاندې دي او دوی ترې د ورځې پنځوس زره امریکايي ډالر ګټه لاسته راوړي. سایس زیاتوي چې، طالبان له دې پیسو څخه د خپلو جنګیالي د پیاوړتیا په پار کار اخلي، که دولت ورته پاملرنه و نه کړي یادې سیمې به د طالبانو پر مهمو سیمو بدلې شي، چې دولت ته به د سر درد وي.

د بدخشان ولایت د ولایتي شورا ریس بشیر صمیم په دې هکله وايي:
«طالبان د سروزرو له کانونو څخه په میلیاردونو ډالر لاسته راوړي او په ټول هېواد کې پرې جنګیالي پیاوړي او مجهز کوي.» د نوموړي په وینا  په دې فابریکو کې په سلګونو سکواټرونه، ماشینونه او مزدوران کار کوي.
که څه هم دا سیمې د کانونو په درلودو غني سیمې دي؛ خو خلک یې د طالبانو د شتون له امله په سختو شرایطو کې ژوند کوي. د سیمې د خلکو په وینا دوی له دې کانونو څخه له ورځنۍ مزدوري پرته نور هېڅ شی په لاس نه دي راوړي؛ ځکه ځینې یې د طالبانو په واسطه ویستل کېږي او ځینې یې د نورو شرکتونو په واسطه چې طالبانو ته باج ورکوي ویستل کېږي. د سیمې یو اوسېدونکی

عبدالملیک کوشان وايي:
« طالبان په مستقیم او ښکاره ډول سره زر راوباسي او له سیمه‌ایزو شرکتونو څخه هم پنځمه برخه اخلي.»
د هېواد په بازارونو کې د سرو زرو یو مثقال په یوولس زره افغانۍ پلورل کېږي. په بدخشان ولایت کې له دې فابریکو څخه یې هره یوه د ورځې پنځوس مثقاله سره زر تر لاسه کوي. د سیمې خلک وايي، که د دې کانونو لږ برخه د سیمې خلکو ته ځانکړې شي، دوی به له بېوزلي خلاص شي. په سیمه کې ټولنیز، د زده کړو او ورته نورې اسانتیاوې نشته. د دې سیمو زیات خلک د ناامنیو په وجه له خپلې سیمې پرېیښې او د ولایت مرکز یا نورو نږدې ولسوالیو ته تللي دي.

د یاد ولایت دولتي مسوولینو هم دا خبره تاید کړې ده؛ دوی هم وايي، چې طالبان د کانونو پر پیسو خپل جنګیالي روزي او دوی ته امکانات او تجهیزات برابروي. د بدخشان والي محمدذکریا سودا که څه هم د طالبانو د ګټې د څومره والي په هکله څه و نه ویل؛ خو دا مني چې د پخوا په پرتله طالبان له دې کانونو څخه اوس زیاتې پیسې په لاس راوړي. ښاغلي سودا وویل، چې دا موضوع یې له مرکزي دولت سره شریکه کړې او ډېر ژر به دا سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.
د اقتصادي چارو کاپوهان وايي، چې که دا سیمې د غیرمسولو وسلوالو او طالبانو له شتونه او واک څخه خلاصې او دا کانونه د دولت په لاس کې شي؛ د بدخشان ولایت په اقتصادي وضیعت کې به د پام وړ ښه والی راشي.