درمحمد-کشمی-400x250

د بدخشان سیمه‌ایز سندغاړی در محمد کشمي ومړ

neshananews

17 October 2020

د بدخشان سیمه‌ایز سندرغاړی در محمد کشمي د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو. د بدخشان ځايي چارواکي وايي، چې ښاغلی کشمي د اپنډيسي د ناروغۍ له امله د بدخشان په کشم ولسوالي کې مړ شوی.د بدخشان فرهنګيان د ښاغلي کشمې مړینه په فرهنګي برخه کې لویه ضایعه بولي. د دوی په وینا کشمي یواځینی سندرغاړی و، چې بومي موسیقي یې په عملي بڼه زده وه.
د بدخشاتن د اطلاعاتو او فرهنگ رییس نقیب‌الله ثاقب‌یار وايي، چې ښاغلي کشمي په بدخشان کې د نی‌رېزې موسیقۍ بنسټګر و او د بدخشان فرهنګي حوزې ته یې په سیمه‌ایزه موسیقۍ کې خورا کار کړی دی.
نی‌رېز په بدخشان کې د موسیقۍ یو ډول دی، چې خلک یې د لرغوني موسیقۍ په توګه پېژني.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، چې کشمي نیمه پېړۍ وړاندې په بدخشان کې د نی‌رېز موسیقۍ بنسټ ایښی و او تر اوسه یې ډېر مینوال پیدا کړي وو. همداراز د بدخشان فرهنګیان وايي، چې ښاغلی کشمي په خپله برخه کې داسې پوه استاد و، چې بل څوک نه ورته رسېږي. په بدخشان کې یو تن فرهنګي شریح شیحون وايي، چې د کشمي په موسیقۍ کې د پخوانیو وختونو لکه؛ باربدي او اسلامي موسیقۍ اثار خوندي وو.
په ورته وخت کې درمحمد کشمي په خپله موسیقۍ کې کلاسیک او معاصر شعرونه ویلي وو، کوم کار، چې نوموړی د هېواد په شمال ختېځ کې د موسیقۍ په برخه کې پر یوه نامتو نوم اړولی و.