د بدخشان پولیسو یوه پنځه کسیزه غیرمسووله وسلواله ډله نیولې
د بدخشان امنیتي چارواکي وایي، په یاد ولایت کې یې د غیرمسوولو وسلوالو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې. دا کسان په څو جرمي قضیو تورن دي.
د بدخشان د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني وایي، د ډلې قومندان قربان نومېږي، چې نن (سه شنبه، د غویي ۲۸مه) له خپلو کسانو سره یو ځای د ارګو ولسوالۍ په قره کمر سیمه کې نیول شوی.
د روحاني په وینا دې ډلې په وژنو، غلا، باج اخیستو او د سیمې د اوسېدونکو په ځورولو کې لاس درلود، چې اوس د پولیسو په ولکه کې ده. له دې کسانو سره څلور میله کلاشنکوفونه هم نیول شوي.
ارګو د بدخشان مرکز فیض اباد ته څېرمه ناامنه ولسوالي ده، چې پر ځینو برخو یې طالبان واکمن دي. همداراز د غیرمسوولو وسلوالو شتون پکې ډېری وخت د خوني جګړو سبب وي.
قومندان صلاح الدین پامیر او د سنګر کلونه
4 Aug 2021
مسعود ارشد: تل مې په لومړۍ کرښه کې جګړه خوښېږي
25 Jul 2021
نجیب بنګي خپله ټپي غېږه سولې ته خلاصه کړې
12 Jun 2021
د بدخشان ارغنجخواه ولسوالي طالبانو نیولې
10 Jun 2021