دوراندیش-دو-400x250

د بهارک د خونړۍ پېښې قرباني رازمحمد دوراندېش څوک و؟

neshananews

01 November 2020

د هېواد د وروستۍ لسیزې جګړو د ګڼو هېوادوالو ژوند واخیست او ګڼې کورنۍ یې د ویر پر ټغر کېنولې. ډېر هېوادوال د په ډلییزه توګه د مخالفینو له خوا پر مرمیو سوري شول.

د بلخ د بهارک پېښه په هېواد کې یوه خونړۍ پېښه وه، چې دوه اوونۍ مخکې پکې شاوخوا اتیا تنه امنیتي ځواکونه ووژل شول. د هرات د پولیسو قومندانۍ د امنیت امر رازمحمد دوراندېش هم د پېښې له قربانیانو څخه دی. هغه د جګړې په هر میدان کې د ګډون له امله د طالبانو پر سخت دښمن بدل شوی و.

ښاغلی دوراندېش په ۱۳۸۶ کال کې له ښوونځي تر فراغت وروسته د امنیتي ځواکونو لیکو ته لاړ. نوموړي په نظامي بنسټونو کې هراړخیزې نظامي زده‌کړې وکړې؛ تر څو وکولای شي خپله ایماني او وجداني دنده په ښه توګه پر مخ بوځي. نوموړي تر زده‌کړو وروسته ګڼې دندې پر مخ بوتلې. دوراندېش د تخار ولایت د سرای سنګ سیمې اوسېدونکی و، چې د تخار تر څنګ یې په بلخ او سمنګان کې هم دندې تر سره کړې وې. نوموړی دیارلس کاله په دې خونړۍ جګړه کې وجنګېده.

د تخار امنیتي چارواکي او د ولایتي شورا غړي وايي، چې دوراندېش په مسوولیت منلو او مېړانه کې بې جوړې و. د تخار د ولایتي شورا غړی محمداعظم فضلی وايي، چې ښاغلي دوراندېش به په هره جګړه کې خپله مېړانه ښووده او د افغانستان د خلکو د ثبات دښمنانو پر وړاندې به یې له جګړې ځان نه سپماوه. د هغه په وینا د هغه د مېړانې پایله وه، چې د تخار د نیولو لپاره د طالبانو پلان ناکام شو. دوراندېش به تل د جګړې په میدان کې و او د امنیتي ځواکونو روحیه به یې پیاوړې کوله.

د دوراندېش خپلوان وايي، چې نوموړی په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په پار جګړې ته رواتی و او په وروستیو کې دې پایلې ته رسېدلی و، چې په افغانستان کې یواځې نظامي فشار کولای شي، چې سولې ته لاره هواره کړي او روانه جګړه پای ته ورسوي.

د دوراندېش کورنۍ وايي، چې هغه له یوې غریبې کورنۍ څخه و او د دندو پر مهال یې هم د هغې مینې پر بنسټ، چې له وطن سره یې درلوده شتمنې و نه مونده د عادي خلکو په څېر یې عادي ژوند پر مخ بیوه. د هغه د واده ثمره دوه زامن او درې لوڼې دي، چې اوس بې پلاره له یو عالم غمونو سره شپې ورځې تېروي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې ګڼو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ګڼلې؛ خو طالبان وايی، چې دوی د سولې په خبرو کې له امریکا سره د هوکړې پر بنسټ خبري کوي او تر هغې، چې له افغان دولت سره هوکړې ته نه وي رسېدلي په افغانستان کې به روانه جګړه همداسې ساتي.

بل خوا په سیاسي او ټولنیزو راټولېدنو کې هېوادوال طالبان ملامتوي، چې په ورته تګلارې سره هېواد د بحران، وینې تویونې او تاوتریخوالي پر لور بیايي او په راتلونکي کې هېوادوالو ته د انتقام تخم پرېږدي. داسې تخم، چې تر سولې وروسته به هم په هېواد کې راشین کېږي.

د ټولنیزو او سیاسي چارو کارپوهان وايي، چې د جګړې ګڼ قربانیان د غچ حس په مغزو کې لري او کېدای شي دا تر سولې وروسته کورنیو جګړو ته لاره هواره کړي. د دوی په وینا که طالبان رښتیا سوله غواړي باید سره له اوسه غچ ته د زمینې برابرولو لپاره ټولې بهانې ختمې کړي، تر څو د سولې راتلونکې هوکړې له ګواښ سره نه شي مخ.