د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې تاوتریخوالی په چټکۍ زیات شوی
د بښنې نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې تاوتریخوالی په چټکۍ زیات شوی او دوی له ښکېلو لوریو د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کوي.
د یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې، چې پرون خپره شوې راغلي، چې تېره میاشت په افغانستان کې ۱۸۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۷۵ نور ټپیان شوي دي. د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د افغانستان ملکي وګړي په افغانستان کې د جګړې په منځ کې پاتې او د جګړې اصلي قیمت ورکوونکي دي.
د بښنې نړیوال سازمان د هلمند، غور، میدانوردګ، فاریاب او تخار بریدونو ته په اشارې ویلي، چې د افغانستان د جګړې ډېری قربانیان ملکي وګړي دي.
د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي، چې تاوتریخوالی راکم کړي او د خلکو سر ساتنې ته پام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان دولت او طالبانو د خبرو له پیل سره تاوتریخوالی زیات شوی؛ خو دواړه غاړې ډاډ ورکوي، چې ژر به یوې پایلې ته ورسېږي.