طالبان

د تخار بوږنوونکې فاجعه؛ د سولې پر تابوت د طالبانو وروستی مېخ

د تخار په بهارک ولسوالي کې د طالبانو په وروستي برید کې شاوخوا اویا امنیتي سرتېري ووژل شول، چې دا د طالبانو ډلې تر ټولو لوی تاوتریخوالی ښيي. د طالبانو دا کار د دې ښکارندويي کوي، چې دوی سیاسي واک ته د رسېدو په موخه د ټوپک پر منطق مخته ځي.
تر دې مخکې په دې پېښه کې د وژل شویو سرتېرو کورنیو غړو تمه درلوده، چې د خپلې کورنۍ له غړو سره به په سوله کې ژوند وکړي؛ خو طالبانو ځمکه د دوی د خپلوانو پر وینو ورنګوله. د دوی د راتلونکې نېکمرغۍ تمې یې وشکولې. د طالبانو دې برید زیاتې مېندې د خپلو زامنو پر جسدونو وژړولې، زیات بچیان یې د خپلو پلرونو سرونو ته کېنول او د وژل شویو سرتېرو مېرمنو یې د ټول عمر لپاره د غم پر څادر پټې کړې.
هغه ماشومان، چې پلرونو یې د دوی د ښه راتلونکي لپاره لوړې ژورې ګاللې اوس یې ارمانونه د پلرونو له جسدونو سره یو ځای دفن شول. د دې تاوتریخوالو تر څنګ هره ورځ د بېوزلو، یتیمانو، کوڼدو، بورو او بې زامنو پلرونو چیغې پورته کېږي. دوی وايي:
«خدایه! موږ له دې ظالم چاپېریاله خلاص کړه او موږ ته یو ساتندوی راولېږه!»
د تخار خوني پېښې ویده وجدانونه ویښ کړل او ویښو وجدانونو ته یې ټکان ورکړ. په ټولنیزو رسنیو کې د د پېښې پر وړاندې سخت غبرګونونه راوپارېدل، چې دا په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د خلکو د هیلو لنډول ښيي.
په ټولنیز رسنیو کې د خلکو له نظرونو ښکاري، چې د افغانستان سیاسیون له دواړو غاړو خپلې څوکۍ او ګټې په پام کې نیسي، له یوه اړخه د سولې خبرې او له بله اړخه د جګړې تودېدل په اصل کې د غریبانو او بېوزلو زامنو ته د مرګ زېری دی هغه، چې د جمهوریت او امارت په ګرداب کې بند پاتې دي.
که څه هم د طالبانو او امریکا د هوکړې د لاسلیک په وخت کې دا تمه وه، چې ګوندې ژر دا خبرې پایلې ته ورسېږي؛ خو وروسته د تاوتریخوالي زیاتوالي د خلکو دا هیلې په ناهیلۍ بدلې کړې. په افغان سوله کې د افغان ولس هېڅ غوښتنه په پام کې نه ده نیول شوې. طالبانو د سولې خبرو له پیلېدو سره سم د سولې په خبرو کې د امتیاز د تر لاسه کولو لپاره جګړه چټکه کړې ده، چې په دې برخه کې یې له امریکا څخه امتیاز هم تر لاسه کړی دی.
د طالب زندانیانو خوشې کول، د افغان ځواکونو دفاعي حالت، د نړیوالو هوايي ځواکونو عملیات کمول او په افغان سوله کې د افغان دولت انزوا هغه لاسته راوړنې دي، چې طالبانو وړیا تر لاسه کړې. د طالبانو دا امتیاز د دې سبب شوی، چې د طالبانو جنګي مورال لوړ شي او دوی ورڅخه د قدرت د تر لاسه کولو لپاره ګټه واخلي.
له دې ورهاخوا له افغان دولت سره خبرو بیا هم سولې ته د خلکو هیلې زیاتې کړي؛ خو د تاوتریخوالي بیا پیل له دې ډلې څخه د نړیوالې ټولنې او افغان دولت تمې وشکولې.
د طالبانو تر تاوتریخوالي وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د سولې د خبرو د درېدو لپاره کمپاین پیل شوی؛ هغه پرېکړه که عملي شي، طالبانو ته به سیاسي مرګ وي. باید ووایو، چې د سولې روانې خبرې طالبانو ته یو ښه فرصت دی، چې له جګړې لاس واخلي؛ خو طالبانو په هلمند، تخار او بدخشان کې خونړي بریدونه وکړل. د تخار برید د طالبانو هغه کړنه وه، چې د سولې پر تابوت یې وروستی مېخ هم وواهه. هغه سرتېري، چې په دې برید کې ووژل شول د دوی د خپلوانو پر زړونو د غچ او انتقام اور بل شو. دوی ښايي هېڅ وخت د خپلو خپلوانو وینه و نه بښي.
نامتو اتریشی ارواپوه زیگمون فرویډ وايي، د نړۍ ټولو عقدو، ماتو او محرومیتونو چاودنه وکړه او لومړۍ نړیواله جګړه ترې جوړه شوه، همداراز له نورو یې بیا دویمه نړیواله جګړه وزېږېده. د دې نظريې پر بنسټ په افغانستان کې زرګونه کسان دي، چې طالبانو یې خپلوان وژلي، که په افغانستان کې سوله هم راشي، ښايي یوه ورځ د دې ټولو خلکو عقدې سره راټولې شي او د طالباني فکر پر وړاندې چاودنه وشي.
طالبانو د تاوتریخوالي په زیاتوالي سره له یوې خوا د سولې پروسه له ستونزو سره مخ کړې او له بلې خوا یې د افغانستان راتلونکی سیاست کمزوری کوي؛ نو که طالبان رښتیا سوله غواړي باید له جګړې لاس واخلي. دوی باید راتلونکي نسلونه د انتقام اخیستو ته و نه هڅوي.
باید ووایو، چې له افغان دولت سره د طالبانو د خبرو د پیل په لړ کې د امنیتي ځواکونو زیان بې مخینې دی. بل خوا د سولې په خبرو کې د طالبانو نه انعطاف او د تاوتریخوالي زیاتوالی کولای شي د افغان جګړې داستان نور هم اوږد کړي.