گردهمایی مدنی

د جوزجان مدني فعالان په هېواد کې د تاوتریخوالي درول غواړي

neshananews

05 May 2021

په جوزجان کې دیني عالمانو او مدني فعالانو په یوه غونډه کې د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي. دوی له طالبانو غواړي، چې په هېواد کې خونړي بریدونه ودروي او د سولې لار غوره کړي.
دا مدني فعالان او دیني عالمان وایي، چې ټاکل شوې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي؛ نو د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه به بې معنا وي. د دوی په وینا په هېواد کې روانه جګړه د هېوادوالو د ډلییزې وژنې په معنا ده.
مولوي حمیدالله حقیار د یاد ولایت د حج اوقافو ریاست په استازیتوب نشانه خبري اژانس ته وویل، چې د جګړې ښکېلې غاړې باید روژې ته په درناوي تاوتریخوالی او جګړه ودروي. د ښاغلي حقیار په وینا له طالبانو څخه د دینې عالمانو دا غوښتنه ده، چې د اختر په ورځو کې اوربند وکړي.
په ورته وخت کې په جوزجان کې یو مدني فعال ذبیح‌الله حداد وایي، چې له دې غونډې څخه یې موخه دا ده، چې د طالبانو بریدونه وغندل شي. د هغه په وینا طالبان باید تاوتریخوالی ودروي او سولې ته زړه ښه کړي.
د دې مدني فعال په وینا د تېر شل کلن جنګ د ختمولو یواځینۍ لاره د سولې مخامخ خبرې دي. هغه ټینګار وکړ، چې د جوزجان مدني فعالان په هېواد کې د سولې او تلپاتې امن غوښتنه کوي.
بل خوا مولوي شاه‌ولي الله جوزجاني د تاوتریخوالو زیاتېدو ته پر اندېښنې وویل، چې وروستیو چاودنو ډېر ملکي وګړي وژلي. د ښاغلي جوزجانې په وینا د روژې په مقدسه میاشت او اختر کې د یوه مسلمان له خوا پر بل مسلمان زیاتی ناجایز او حرام دی.
دا دیني عالم هم له طالبانو غواړي، چې اوربند وکړي.
په جوزجان کې دا غونډه د لوګر د خونړۍ پېښې په غبرګون شوې. یاده پېښه پنځه ورځې مخکې (د غویي پر لسمه) د لوګر د مرکز پل عالم اړوند وشوه. د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په دې پېښه کې ۲۱ تنه ووژل شول او ۹۱ نور ټپیان شول، چې د پېښې زیاتره قربانیان ملکي وګړي وو.