مرکزهای-صحی-قرقین-400x250

د جوزجان په قرقین ولسوالۍ کې بېرته ښوونیز او روغتیايي مرکزونه فعال شوي

neshananews

25 October 2020

وروسته تر هغې، چې د جوزجان قرقین ولسوالي له طالبانو پاکه شوه، په یاده ولسوالي کې ښوونیز او روغتیايي مرکزونه بېرته فعال شوي دي. تر دې مخکې شاوخوا دوه کاله د قرقین ولسوالۍ ډېرې برخې د وسلوالو طالبانو په لاس کې وې. اوس ځايي چارواکي د یادې ولسوالي د بیا امن کولو خبر ورکوي او وايي، چې بیا به وسلوالو طالبانو ته اجازه ور نه کړي، چې د سیمې د اوسېدونکو امنیت وګواښي.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند محمدحنیف رضايي نن (یکشنبه، د تلې ۴) نشانه خبري اژانس ته ویلي:« قرقین ولسوالي په بشپړ ډول امن شوې. وسلوال طالبان له یادې ولسوالۍ شړل شوي دي.» ښاغلی رضايي وايي، د قرقین ولسوالۍ له پاکېدو سره سم په یاده ولسوالي کې روغتیايي او ښوونیز مرکزونه بیا فعال شوي دي.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند همداراز وايي، چې دې مرکزونو ته یو څه درمل هم وروېشل شوي دي. په ورته وخت کې د جوزجان د والي ویاند معروف اذر وايي، چې د سیمې اوسېدنکي د خپلې سیمې له امن څخه خوښ دي او سیمه‌ییزه اداره به بیا طالبانو ته اجازه ور نه کړي، چې د خلکو امنیت ګډوډ کړي.

 قرقین له ترکمنستان سره پر پوله پرته ولسوالي ده، چې دوه کاله مخکې د یادې ولسوالۍ ډېرې برخې د طالبانو لاس ته ورغلې. په دې موده، کې په یاد ولسوالي کې ښوونیز او روغتیايي مرکزونه تړلي وو.

 امنیتي ځواکونو څلور میاشتې مخکې قرقین ولسوالي له طالبانو پاکه کړه.