پشتو

د عمران خان له راتګ او غبرګونونه

neshananews

18 November 2020

ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان افغانستان ته راشي. د ډيپلوماټیکو اصولو پر بنسټ د کابل پر یو شمېر واټونو د پاکستان بیرغ راځړول شوی؛ خو په ځینو نورو سیمو کې د هېوادوالو غبرګون بیا بل ډول دی.
یو شمېر هېوادوال پاکستان په افغانستان کې د جګړې بنسټګر بولي او وایي د عمران خان پر راتګ باید هغه ته د تشریفاتو پر ځای دا وویل شي، چې په افغانستان کې له لاسوهنو لاس پر سر شي.
نن د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالي اوسېدونکو په دې اړوند لاریون کړی. دوی وایي، تر څو چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه و نه دروي دوی به پاکستان د یوه ترهګر هېواد په توګه پېژني.


د پکتیکا دا اوسېدونکي، چې پر بېنرونو یې د پاکستان پر بیرغ سرې لیکې راکیښلې ادعا کوي، چې د هلمند او کندهار په جګړه کې پاکستاني جنرالان وژل شوي، چې په ډاګه کوي پاکستان په افغانستان کې د جګړې پر مخ بیوونکی هېواد دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو په وروستیو کې پر یو بل یو شمېر تورونه پورې کړي.
د پاکستاني پوځ ویاند بابر افتخار څو ورځې مخکې ویلي وو، چې هند د افغانستان له خاورې د دوی پر ضد ګټه اخلي؛ خو افغان حکومت بیا دا تورونه رد کړي.
بل خوا د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد پرون په یوه خبري ناسته کې پر پاکستان نیوکه وکړه، چې په خپلو ښارونو کې هغه ترهګر ساتي، چې په افغانستان کې جګړه کوي.