2021-07-01 at 10.35.03

پکتیکا؛ د ښرنې او ارګون تر منځ یو پل پر بمونو الوځول شوی

neshananews

01 July 2021

تېره شپه چهارشنبه (د چنګاښ نهمه) د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې او ارګون ولسوالۍ تر منځ پر غځېدلې لاره یو پل پر بمونو الوځول شوی دی. سیمه‌يیزې سرچینې او چارواکي وايي پل وسلوالو طالبانو پر بمونو الوځولی دی. د پکتیکا چارواکي وايي، دا پل د ښرنې او ارګون تر منځ په شاتوري سیمه کې د میلیونونو افغانیو په ارزښت جوړ شوی و، چې اوس د طالبانو له خوا نړول شوی.

بل خوا پکتیکاوال له طالبانو غواړي، چې په جګړه کې عامه شتمنیو ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په کندهار کې هم د یوې غونډې په پایله کې خلکو پر طالبانو غږ کړی و، چې په جګړه کې عامه شتمنیو ته پام وکړي.