پکتیکا

د پکتیکا ولایت، سروضې ولسوالۍ امنیه قومندان د ماین په چاودنه کې وژل شوی

neshananews

05 May 2021

د پکتیکا سیمه ییز چارواکي وایی د یاد ولایت د سروضې ولسوالۍ امنیه قومندان جمعه شاه د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوی.
د پکتیکا د پولیسو قومندانۍ ویاند شاه محمود ارین نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې چاودنه تېره شپه(سه شنبه، د غویي ۱۴مه) په یاده ولسوالۍ کې شوې.
ښاغلی ارین وایي، چې جمعه شاه غوښتل د امنیتي ځواکونو مرستې ته ورشي؛ خو پر لاره پرې د سړک غاړې ماین ورچاودلی. د نوموړي په وینا په پېښه کې دوه نور سرتېري هم ټپیان شوي.
ارین زیاته کړې، چې ماین د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و؛ خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پکتیکا د هېواد په جنوب کې له نسبتا ناامنو ولایتو څخه ده، چې په ځینو ولسوالیو کې یې طالب جنګیالي فعال دي.