غیجک-نواز-880x550 (1)

د موسیقۍ پر هنر حاکم دودونه

neshananews

25 July 2020

موسیقي هغه هنر دی، چې په نړۍ کې ګڼ مینوال لري.

د بشر په تاریخ کې د موسیقۍ له هنر څخه د تفرېح او د رواني اړتیاوو د پوره کېدو په موخه کار اخیستل کېده. دا هنر د افغانستان په څېر ټولنو کې هم ګڼ شمېر مینوال او دښمنان لري.

د ښمنان یې دښمني له دیني قراتونو اخیستې بولي. د هېواد په ځينو ولایتونو لکه؛ بدخشان کې دا هنر د تکفیر تر حده تورن کېږي. ډېر ځله داسې شوي، چې هنرمندان د خلکو له لوري وهل شوي دي.

په هغو ټولنو کې، چې د موسیقۍ پر وړاندې کوم ګواښ او خطر نه وي، د موسیقۍ هنر پر مخ ځي؛ خو په هغو ټولنو کې، چې مذهبي محدودیتونه وي، هلته موسیقي هم له محدودیتونو سره مخ کېږي.

په بدخشان کې یو تن فرهنګي فعال مجید مخلص وايي، چې هنرمندانو ته د ټولنې بد نظر او نور محدودیتونه د دې سبب شوي، چې د هنر د پرمختګ لپاره لوی دېوالونه ودرېږي.

که څه هم د اسلام پر ځمکه د هنر فرهنګ غوړېدلی؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې له دین څخه بېلابېلو اخیستنو د موسیقۍ پر وړاندې نظرونه په بله واړول. په بدخشان کې هم د موسیقۍ پر وړاندې بېلابېل نظرونه دي.

د بدخشان له هغو سیمو پرته، چې د امو سیند پر غاړه له تاجکستان سره پوله لري؛ په نورو سیمو کې د موسیقۍ پر وړاندې نظرونه ښه نه دي. دا کار د دې سبب شوی، چې له یوه اړخه د هنر او موسیقۍ ځمکه پراخه نه شي او له بله اړخه هنرمندان وګواښل او ووهل شي او یا هم توهین شي.

له دې ټولو محدودیتونو سره، سره بیا هم پر دې ځمکه داسې هنرمندان شته، چې تر اوسه لا د سولې او ازادۍ سندرې وايي. څلویښت کاله کېږي شاکر هنرجو په بدخشان کې موسیقي غږوي او د موسقۍ الې جوړوي.

نوموړی په بدخشان کې د جرم ولسوالي اوسېدونکی دی هغه ولسوالي، چې مشهور سیمه‌ایز سندرغاړی، فیض منګل پکې د مجاهدینو د رژیم پر مهال د موسیقۍ په جرم پکې ووژل شو.

هنرجو وايي، چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې ګڼ ګواښونه لیدلي دي او هغه الې یې ماتې شوې، چې د زړه پر وینو یې جوړې کړې دي. نوموړی اوس په یوه داسې سیمه کې د موسیقۍ الې جوړوي، چې مخامخ یې پر یوه غونډۍ د طالبانو سپین بیرغ رپي. نوموړی په خپل کور کې په پټه د موسیقۍ الې جوړوي او بیا یې په خرڅلاو خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کوي.

هنرجو وايي، چې دا ټولنه د هنر د اورېدو وړتیا نه لري؛ نو ځکه دی په پټه په خپل کور کې د موسیقۍ الې جوړوي او بیا یې د تاجکستان او افغانستان په ګډو بازارونو کې خرڅوي. د نوموړي په وینا دا هنر له نیکونو ورته پاتې دی او له یو عالم ګواښونو سره یې پاللی دی.

ښاغلی هنرجو وايي، چې د موسیقۍ د الو؛ رباب، دمبورې، دوه تارې او داسې نورو د جوړولو تر څنګ یې زرګري هم زده ده. نوموړی وايي، چې له قیمتي او نیمه قیمتې ډبرو څخه هم د موسیقۍ الې جوړولای شي. د هغه د لاس جوړو شویو الو نړیوال ارزښت پیدا کړی دی او د نړۍ له بېلابېلو سیمو څخه ورته د موسیقۍ د الو جوړولو فرمایشونه راځي.

دا هنرمند وايي، که فرهنګي او ټولنیز محدودیتونه یوې خوا ته شي هغه کولای شي، چې په سیمه کې د موسیقۍ د الو یوه لویه کارخانه جوړه کړي، چې ګڼو کسانو ته به هم پکې د کار زمینه برابره شي.هنرجو د نورو د موسیقۍ الو جوړونکو په پرتله دا ځل یو بل نوښت کړی دی.

چوغکه، چې معمولا په دوو تارونو کې جوړېږي هغه دریو تارونو کې جوړه کړې ده. ښاغلی هنرجو، چې د موسیقۍ هنر له پلاره ورته پاتې دی. هغه په خندا وايي، چې ډېر خلک ورته لارښوونه کوي، چې دا هنر پرېږدي؛ خو هغه یې په ځواب کې وايي، چې د خوښۍ لاره یې نیولې نه د تاوتریخوالي او وینې تویولو.

هنرجو وايي، دې ته حیران دی، چې ټولنه دروغ، دوکې، خیانت او وژنې د یوه عرف په توګه پېژني؛ خو موسیقي بیا بده او یوه سپکه پدیده بولي. ښاغلی هنرجو وايي، چې د موسیقۍ له لارې په ټولنه کې د یو بل مننې او مینې خپرېدو هڅه کوي. نوموړی وايي، له خپلې لارې غواړي په دې سره د وینې تویونې او تاوتریخوالي مخه ونیسي. دا فنکار زیاتوي، چې په دې لاره کې بې وېرې ګام اخلي تر څو په ټولنه کې هنر عام او ازاد شي.