د مېرمنو د فوټبال غورهلیګ د څلورم پړاو پچه واچول شوه
د مېرمنو د فوټبال غورهلیګ د څلورم پړاو پچه د شپږو ډلو تر منځ واچول شوه. فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چې د هرات، بلخ، بامیان، جوزجان، کابل او غور لوبډلې به په دوو ډلو کې له یو بل سره سیالۍ وکړي. د خبرپاڼې پر بنسټ لومړی به د هرات، بامیان او جوزجان او په دویمه ډله کې به د کابل، بلخ او غور ډلې له یو بل سره سیالۍ وکړي.
د هېواد د فوټبال فدراسیون وايي، چې د دې سیالیو څلورم پړاو به تر راتلونکو پنځو ورځو پورې د هرات او بامیانو د لوبډلو تر منځ په سیالۍ پیل شي. د خبرپاڼې پر بنسټ ګټونکې لوبډلې به ډالۍ هم تر لاسه کړي. د هېواد د ښځو فوټبال فدراسیون مسووله ارزو رحیمي وايي، چې د غور او جوزجان لوبډلې د لومړي ځل لپاره په دې لیګ کې ګډون کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې لا هم مېرمنې د فوټبال لوبو ته لاسرسی نه لري.
په ارزګان کې یوه ښځه د کورنۍ له خوا شکنجه شوې
29 Jul 2021