د پښتو موسیقۍ وتلی نوم استاد ایوب ومړ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د پښتو ژبې نامتو سندرغاړي او موسیقار استاد ایوب ساه ورکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال هارون حکیمي نن سهشنبه (د زمري پنځمه) د استاد ایوب د مړینې خبر خپور کړی او د نوموړي پر مړینه یې خواشیني ښوولې.
استاد ایوب د پښتو ژبې هغه سندرغاړی دی، چې ګڼې سندرې یې په ملي تلویزون کې ثبت کړې. نوموړی په وروستیو کې په ننګرهار کې اوسېده او له ناروغۍ ځورېده. د ننګرهار یو شمېر فرهنګیانو ویلي وو، چې د استاد ایوب اقتصادي وضعیت ښه نه دی؛ خو اوس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ویلي، چې له کورنۍ سره به یې مرسته وشي.