فرمانده پولیس خوست و پکتیا

د پکتیا پخوانی امنیه قومندان له خپل نهه کلن زوی او کاکا سره یو ځای وژل شوی

neshananews

12 May 2021

د خوست سیمه‌ییز چارواکي مني، چې د پکتیا ولایت پخوانی امنیه قومندان اخترمحمد شاهین له خپل نهه کلن زوی او کاکا سره یو ځای په خوست کې وژل شوی.
د خوست امنیه قومندان داوود امین له نشانه خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې پېښه پرون (سه‌شنبه، د غويي ۲۱ مه) د یاد ولایت په تڼيو ولسوالي کې شوې. ښاغلی امین وايي، چې ښاغلی شاهین له خپل زوی او کاکا سره د کور پر لور روان و، چې د طالبانو له خوا په کمین کې وژل شوی. د امین په وینا د شاهین دوه نور خپلوان هم په دې پېښه کې ټپیان شوي دي.
طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخیستې.
خوست د هېواد په جنوب کې نسبتا ناامنو ولایتونو څخه دی، چې په ځينې ولسوالیو کې وسلوال طالبان شتون لري.