د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی
په پکتیکا کې سرچینې وایي، د یاد ولایت د امنیت امر محمد اصف توخی له وسلوالو طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی او په پکتیکا د ځانګړو ځواکونو قومندان خانزاده کاروان ټپي شوی.
سرچینه وایي، نښته د یحیی خېل او اومنې ولسوالۍ اړوند په اته خونې سیمه کې شوې، چې لا هم روانه ده. د سرچینې په وینا سیمه ایز قومندان او نور سرتېري لا هم په د جګړې په سیمه کې محاصره دي او نظامي مرستو ته اړتیا لري.
د پکتیکا امنیتي چارواکو د دې نښتې په هکله جزیات نه دي خپاره کړي.