ولسمشر غني د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا پکتیکا ته ورسېد
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني نن (شنبه، تله، ۱۲) د یوه لوړرتبه دولتي پلاوي په ملتیا پکتیکا ته رسېدلی.
ویل کېږي ولسمشر به په دې لیدنه کې د پکتیکا له اوسېدونکو او چارواکو سره لیدنې وکړي؛ خو د پکتیکا یو شمېر ژورنالستان او د ولایتي شورا غړي وایي، چې ناستې ته د پرېښودو اجازه نه ده ورکړل شوې.
بل خوا په پکتیکا کې حکومتي سرچینې دا خبر ردوي او وایي، چې ژورنالستان په غونډه کې د مېلمنو په توګه ګډون کولای شي.
ولسمشر په داسې حال کې پکتیکا ته سفر کوي، چې په وروستیو کې په پکتیکا کې جګړو زور اخیستی. څو ورځې وړاندې د پکتیکا ولایت د امنیت امر محمداصف توخی له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی و.
ارګ تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.