زینب-باقری-880x550

زینب باقري؛ هغه رضاکاره، چې د جګړه ځپلیو ماشومانو لپاره کار کوي

neshananews

02 November 2020

د افغانستان د جګړې د قربانیانو یوه برخه هغه ماشومان دي، چې د جګړو له امله له نامعلوم برخلیک سره مخ او له زده‌کړو پاتې شوي دي.
په اوسنیو شرایطو کې په هېواد کې ماشومانو ته لږ پاملرنه کېږي.
زینب باقري هغه رضاکاره پېغله ده، چې په شته ناامنیو کې د بلخ ولایت لرې پرتو سیمو ته ځي او ماشومانو ته د زده‌کړیزو توکو کڅوړي وروېشي. هغې د چهارکینت ولسوالۍ تر زر زیاتو جګړه‌ځپلیو ماشومانو ته قرطاسیه او نور زده‌کړیز وسایل ورکړي.
مېرمن زینب له نشانه خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي:« رضاکارانه کړنې مې خوښېږي، په ځانګړې توګه د جګړه ځپیلو ماشومانو لپاره.» چهارکینت د بلخ ناامنه او لارسختې ولسوالي ده، چې ډېری زده‌کوونکي یې د ترانزیټي ستونزو له امله قرطاسیې او نورو توکو ته لاسرسی نه لري.
زینب باقري تازه په بلخ کې ماشومانو ته قرطاسیه او د ښوونځي بیکونه وروېشلي دي، هغه وايی له زده‌کړو څخه له پاتې ماشومانو سره مرسته یې موخه ده.
اغلې باقري د مساوات خدمتي او پراختیايي موسسې مسووله هم ده. هغه وايي، چې دوی په استرالیا کې د مېشتو افغانانو له خوا هڅول کېږي او د هغوی له خوا ورسره مرسته کېږي. نوموړې، چې له تهران پوهنتون څخه د خوړو صنعتي انجینري په برخه کې سند تر لاسه کړی اوس مهال په مزارشریف کې په یوه خصوصي پوهنتون کې په تدریس بوخته ده.
زینب د هېواد له سوداګرو او مدني فعالانو غواړي، چې له زده‌‌کړو څخه د پاتې شویو ماشومانو لاس ونیسي. زینب، چې نهه‌ویشت کاله عمر لري د یوه شپږ کلن زوی مور ده.
اغلې باقري وايي، په چهارکینت کې له ماشومانو سره هره مرسته شوې کڅوړه زر افغانۍ لګښت لري د هغې په وینا د چهارکینت ولسوالې سلیمې مزاري هغې ته زمینه برابره کړې، چې یادې مرستې ماشومانو ته ورسوي. هغه زیاتوي، چې د یوې ښځې ولسوالې د حکومت په ساحه کې ارامه ده.
مېرمن باقري وايی، چې د رضاکارانه کارونو په پایله کې یې پرېکړه کړې، چې لومړی له ماشومانو سره مرسته وکړي. هغه وايي، چې که زمینه برابره شي د نورو سیمو له ماشومانو سره به هم مرستې وکړي. د باقري په وینا خلک د دې له کارونو خوښ او هغې ته خپله مینه څرګندوي.
په ورته وخت کې د چهارکینت ولسواله سلیمه مزاري د مېرمن باقري کړنې ستایي هغه وايي، چې د چهارکینت د ښوونې په برخه کې یو بنسټیز ګام دی. د مزاري په وینا چهارکینت په دې برخه کې له ستونزو سره مخ ده او تمه لري په راتلونکي کې دا ستونزې حل شي.
په ورته وخت کې مېرمن باقري وايي، چې د قرطاسیې او بیکونو وېشنه یې لومړنی او پیلیز کار دی. هغه وايي، په راتلونکي کې به هڅه کوي، چې چهارکینت ته تر دې لا بنسټيز کارونه وکړي.

ماشومان، جګړه، بلخ