عبدالله-عبدالله-880x550

سپېدار: هېڅ ډله پر ګواښونو نه شي کولای، چې پر رسنیو خپل فرمان وچلوي

neshananews

06 May 2021

د مصالحې عالي شورا په هېواد کې رسنیو ته پر ګواښونو نیوکه کړې. یادې شورا ویلي، چې هېڅ ډله پر ګواښ او وېرولو نه شي کولای، چې رسنۍ تر خپل امر لاندې کړي.
ملی روغې جوړې شورا نن (پنجشنبه، د غویي ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې هېڅ لوری نه شي کولای په ګواښلو رسنۍ د ځان تابع او د یوې ځانګړې ډلې تبلیغاتي سپیکرونه کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د رسنیو او خبریالانو ګواښل د منلو نه دي او طالبان باید اوسنی وضعیت درک کړي.
د دې خبرپاڼې پر بنسټ د مصالحې شورا به هېڅکله اجازه ور نه کړي، چې د بیان د ازادۍ پر ارزښتونو معامله وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د افغانستان د ملي امنیت رییس او د طالبانو ویاند ځینې رسنۍ تورنې کړې، چې بېطرفي په پام کې نه نیسي.
د طالبانو ویاند رسنۍ ګواښلې او ویلي یې دي، چې پر وړاندې به یې غبرګون وښیي؛ خو د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، چې د ښاغلي ضیاء سراج خبرې تحریف شوې. د دوی په وینا د سراج موخه د رسنیو ګواښل نه و.