سینټکام: ۵۰سلنه امریکایی نظامیان له افغانستان څخه وتلي
د امریکایي ځواکونو مرکزي قومندانۍ یا سینټکام اعلان کړی، چې په افغانستان کې مېشتو پنځوس سلنه امریکایي ځواکونو افغانستان پرېیښی.
یادې قومندانۍ تېره شپه (سه شنبه، د غبرګولي ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې امریکایي ځواکونو تر اوسه لس نظامي اډې افغان ځواکونو ته سپارلې.
د دوی په وینا ۵۰۰جوپې تجهیزات هم له هېواد څخه بهر ویستل شوي دي.
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو لړۍ ۴۰ ورځې مخکې پیل شوې، چې ښایي تر راتلونکو څلورو میاشتو بشپړه شي.
امریکایي چارواکي وایي، ځینې ځواکونو به یې په سیمه لکه پاکستان کې ځای پر ځای شي.
بل خوا طالبانو د سیمې هېوادونو ته ګواښ کړی، چې امریکایانو ته په خپلو سیمو کې ځای ور نه کړي.
امریکا په افغانستان کې زر سرتېري پرېږدي
30 Jun 2021
بایډن د خپلې خوښې لمریزې عینکې پوتین ته ډالۍ کړې
17 Jun 2021