ولسوالی-غوریان-880x550

طالبانو په هرات کې د برېښنا د یوه تولیدي مرکز دوه ساتونکي وژلي

neshananews

12 November 2020

د هرات په غوریان ولسوالي کې سرچینې وایي، طالبانو په یاده ولسوالي کې د برېښنا پر یوه تولیدي مرکز برید کړی دی او د اړوند مرکز دوه ساتونکي یې وژلي.

په سیمه کې یوه معتبره سرچینه، چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي وایي، چې طالبانو تېره شپه پر دې مرکز برید کړی دی او د برېښنا د تولیدي مرکز ګڼ توکي یې ویجاړ کړي دي.

بل خوا د هرات د ولایتي شورا یو غړی محمد سردار بهادري هم دا پېښه مني. هغه وایي، په برید کې دوه تنه وژل شوي او دوه نادرکه شوي، چې ښایي طالبانو دا دوه کسان برمته کړي وي.

بل خوا په سیمه کې سرچینې وایي، چې طالبانو د دې مرکز د ساتونکو پوسته سوځولې. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

غوریان د هرات په لوېدیځ کې هغه ولسوالي ده، چې تر ډېره امن وه؛ خو د امنیتي ځواکونو له دفاعي حالت سره په وروستیو کې څو ځلې تر سقوطه ورسېده.