مذاکرات-400x250

طالبان د کوم حنفیت خبره کوي؟

neshananews

12 October 2020

شاوخوا یوه میاشت کېږي، چې په قطر کې د طالبانو او افغان دولت د مرکچي پلاوو تر منځ خبرې پیل شوې دي؛ خو دواړه اړخونه تر اوسه لا د خبرو پر څرنګوالي هوکړې ته نه دي رسېدلي. ویل کېږي د نورو اختلافونو تر څنګ حنیفي فقهه او له امریکا سره د طالبانو پر هوکړې د طالبانو ټینګار هغه اختلافونه دي، چې د سولې د خبرو پاتې ناستې یې ځنډولې دي.

اوس بنسټيزه پوښتنه دا ده، چې طالبان د کوم حنیفیت خبره کوي؟ هغه حنیفیت، چې له دېوبند فکري جریان څخه اخیستل شوی دی؟

ښکاري، چې طالبانو دا فکر له دېوبندي فکر څخه، چې له شاولي‌الله دهلوي څخه پاتې شوی اخیستی دی او دا ډله تر نورو برخو سلفیت ته ډېر پام کوي.دوی له معاصرو علومو لکه، فلسفې، عرفان او نورو څخه تېښته کوي او په معاصره نړۍ کې د اسلام نقش ته هېڅ پام نه کوي حتا که بل څوک دا کار وکړي هم دوی ورته په چپه سترګه ګوري.

د یادونې وړ ده، چې دا ډله په اسلام کې هېڅ فکري بدلون نه مني. دا هر څه د دې سبب شوي، چې طالبان په اسلام کې له ټولو معاصرو تګلارو وتښتي او د نوې نړۍ پر ځای تاوتریخوالي ته کار ووايي. دوی په خپله تګلاره کې د بل د لرې کولو تګلاره پر مخ وړي او هېڅ فرهنګي بدلون نه مني.

هغه حنفیت، چې طالبان یې خبره کوي په دې معنا ده، چې په دین کې هېڅ معاصر نظر د منلو نه دی. د دوی په اند په حکومت کې د امیر اطاعت واجب دی او خلک مکلف دي‎، چې د هغه فرمان او امرونه ومني.

خراسان او ماورای النهر، چې ځانونه د حنفي مذهب میراثیان بولي له طالبانو سره یې لیدلوری بدل دی. حنفي مذهب، چې په «اهل رأی» هم مشهور دی د ژوند چارو ته ډېر اهمیت ورکوي او فرهنګي پراختیا ورته د درناوي وړ ده. دا مذهب حکومت، سیاست، عدالت، ازادۍ او معاصرو دنیايي روایتونو ته ډېر نږدې دی.

په شلمه پېړۍ کې د اسلامي نړۍ یو متفکر ابوالاعلای مودودي وايي، چې د امام ابوحنیف مذهب فکر په ډېرو برخو کې د خلکو د نظام او حقوقي ارزښتونو بنسټ دی. دا متفکر وايي، چې امام ابوحنیفه د قانوني نظام پر وړاندې د بدویونکي کس مجازات سم نه ګڼي. امام ابوحنیفه وايي، چې که څوک خلیفه ته کنځا وکړي او یا یې هم د وژلو هڅه کوي مجازات یې تر هغې جایز نه دي، تر څو، چې دا کس ګډوډي رامنځته نه کړي یا امن ګډ نه کړي.

د ډیموکراټيک نظام یو اصل هم نقد دی. لومړی خلک رایه ورکوي؛ خو که واکدار ښه کار و نه کړي خلک نقد پرې کولای شي او حتا هغه لرې کولای شي.

اتریشي فیلسوف او ریاضي پوه کارل پوپر وايي؛ خلک د حکومتونو د سلب او بیا نوي کولو حق لري. د امام ابوحنیفه په مذهب کې هم د کنځلو تر حده پر واکمن نقد ته اجازه ورکړل شوې. دا په دې معنا ده، چې خلک په عام ډول د چارواکو پر وړاندې د نظريې په برخه کې ازاد دي.

 په دې برخه کې بل بحث د قوو تفکیک دی. د مودودي په اند د عدالت په موخه باد قضایه قوه له اجرایه قوې بېله وي. دا نظریه کولای شي، چې له یوه دیني ډیموکراټيک حکومت سره مرسته وکړي.

د ابوالاعلای مودودي په اند مسلمانان کولای شي، چې له ظالم حکومت څخه شکایت وکړي؛ خو د نظام پر وړاند د شورش او ګډوډولو حق نه لري. په دې برخه کې د امام ابوحنیفه عقیده دا ده:« د ظالم خلافت ناسم کار دی او د منلو وړ نه دي، باید لرې شي.» د ډېرو تاریخ لیکونکو په اند ابو حنیفه د ورته نظریې پر درلودو د وخت د واکمنانو خلاف و؛ نو ځکه زنداني شو او بیا یې په زندان کې ساه ورکړه.

د طالبانو ډله د امام ابوحنیفه د افکارو په برخه کې د منځنۍ اسیا له څېړنو سره بلد نه دي، ځکه دا ډله په دې برخه کې زیاتره له عربي متنونو څخه کار اخلي. یو تن، چې د امام ابوحنیفه د شخصیت او افکارو په باب د لویې څېړنې دعوه کوي هغه د تاجکستان اوسنی ولسمشر امام علی رحمان دی. د هغه په وینا په اسلامي عالمانو کې یواځینی کس، چې تمدن او فرهنګ یې مطرح کړی دی امام ابوحنیفه دی.

ښاغلي رحمان په د (چهره ماندګار) پر نوم په یوه کتاب کې لیکلي، چې امام ابوحنیفه په اسلام کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د تمدنونو قدم ايښودل اسان کړل. د ښاغلي رحمان په اند د امام ابوحنیفه په مذهب کې، عقلانیت، له وخت سره سمو اړتیاوو، متغیرې فقهې ته پاملرنه مهمه دي.

دیني معاصر فکري عالمان وايي، چې نن سبا د اسلامي ټولنو عرفان او فرهنګ څخه د لرې پاتې کېدو یو لامل دا دی، چې له فلسفې، کلام او اسلامي عرفان څخه لرې یې پر فقهاتي قراتو منګولې ټينګې کړې دي؛ خو د امام ابوحنیفه مذهب یو داسې مذهب دی، چې عقل مهم ګڼي او مشوره د اسلام یو اساسي بنسټ بولي او په پرېکړو کې ورته ځانګړی ارزښت لري.

د اسلام د ستر پېغمبر په وخت کې به د جګړې په ډېرو برخو کې مشورې کېدې، چې دا اصل بیا راوروسته زمانو ته هم پاتې شو. مشوره په قرانکریم کې هم یو مهم اصل دی، چې ټينګار پرې شوی دی.

نو اوس خبره دلته ده، چې که طالبان په رښتیا د حنیفي مذهب پر اساس پرېکړې کوي باید د خلکو مشورو ته غوږ ونیسي د همدې مذهب پر بنسټ باید د سولې خبرو ته غاړه کېږدي تر څو په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسي.

د امام ابوحنیفه په اند نظام باید د خلکو په اراده، د بیان د ازادۍ، د فرهنګي پراختیا او د نظري د نوښت پر بنسټ وي او دې ټولو ته باید پکې احترام وي.

اوس که طالبان پر دې پرېکړو عمل و نه کړي؛ نو طالبان، چې د کوم حنیفیت خبره کوي د امام ابوحنیفه له مذهب سره هېڅ تړاو نه لري.