عبدالله تر پاکستان وروسته هند ته تللی
د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتیا له کابل څخه نويډيلي ته روان شو.
ښاغلي عبدالله نن (سهشنبه، تله، ۱۵) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د هند هېواد په رسمي بلنه یاد هېواد ته سفر کوي. ښاغلي عبدالله وايي په دې سفر کې به د هند له لومړي وزیر، د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له مشاور سره وګوري او تر هغه وروسته به د هند هېواد د دفاعي مطالعاتو په موسسه کې وینا وکړي.
ښاغلي عبدالله په افغان سوله کې د هند ونډه مهمه بولي او وايي، چې په دې برخه کې به د هند له لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي عبدالله تېره اوونۍ پاکستان ته سفر کړی و. ښاغلی عبدالله وايي، له دې سفرونو څخه یې موخه په افغان سوله کې د سیمهایزې اجماع پیاوړي کول دي.
غني او عبدالله امریکا ته تللي
24 Jun 2021
په ترکیه د عبدالله او اردوغان لیدنه
19 Jun 2021