عبدالله عبدالله تهران ته تللی
د هېواد د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته تللی. ښاغلی عبدالله نن (یکشنبه، تله، ۲۷) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د سیمهایزې اجماع د پیاوړتیا په پار ایران ته تللی دی.
ښاغلي عبدالله ویلي، په دې سفر کې به د ایران له ولسمشر، بهرنیو چارو له وزیر، د ولسي جرګې له رییس او امنیتي چارواکو سره وګوري.
د یادونې وړ ده، چې دا په سیمه کې د عبدالله درېیم سفر دی. نوموړی تر دې مخکې پاکستان او هند ته تللی و، تر څو د سولې روانو خبرو په هکله د یادو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي چارواکي ایراني د افغان سولې تخریبوونکی هېواد ګڼي. همداراز د افغان سولې د خبرو په پرانیستغونډه کې هم د ایران کوم استازی نه و.
غني او عبدالله امریکا ته تللي
24 Jun 2021
په ترکیه د عبدالله او اردوغان لیدنه
19 Jun 2021