غنی

غني: د فساد په اړه د رسنیو راپورونه باید ژر تر ژره وڅېړل شي

neshananews

18 May 2021

د هېواد ولسمشر محمداشرف غني دولتي ادارو ته امر کړی، چې په دولتي ادارو کې د فساد په اړه د رسنیو راپورونه باید په جدي توګه وڅېړل شي. ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ښاغلي غني پرون (دوشنبه، د غويي ۲۷مه) په ارګ کې د قانون د حاکمیت عالي شورا په ناسته دا امر صادر کړی دی.
د ولسمشر په امر که د رسنیو دا راپورونه کره وي، اړوندې ادارې باید په جدي بڼه په اړوندو ادارو کې د فساد قضیې وڅېړي او که دا راپورونه کره نه وي موضوع باید د رسنیزو شکایتونو او تخلفاتو کمېسیون له لوري وڅارله شي.
د خبرپاڼې پر بنسټ په ناسته کې فیصله شوې، چې اړوندې ادارې به د لګول شویو تورونو د سپیناوي په پار ځواب وايي.
دا په داسې حال کې ده، چې رسنۍ ډېر ځلې په دولتي ادارو کې د فساد له شتون څخه خبر ورکوی؛ خو ډېر دولتي بنسټونه دا خبرونه تورونه او ناسم ګڼي. دا راپورونه ډېری وخت د دولت له خوا هم جدي نه ګڼل کېږي.