غني: طالبان باید د سولې فرصت ضایع نه کړي
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني وایي، طالبان باید د مرګونو بریدونو په تر سره کولو د سولې فرصت له لاسه ور نه کړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا څرګندونې ولسمشر پرون (یکشنبه، تله، ۲۷) د ملي امنیت شورا په ګډه ناسته کې کړې. ښاغلي غني د غور چاودنې ته په اشارې ویلي، چې شوی جنایت د بښنې نه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې یوې چاودنې دوولس تنه ووژل او سل یې ټپیان کړل.
دا برید په داسې حال کې کېږي، چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي.