پولیس زن

فاریاب؛ د پولیسو په لیکو کې د ښځو ۷۰ سلنه زیاتوالی

neshananews

12 May 2021

د فاریاب امنیه قومندانۍ د شمېرنو له مخې په تېرو دریو کلونو کې په فاریاب کې د پولیسو په لیکو کې د ښځو پولیسو ونډه ۷۰ سلنه زیاته شوې. د شمېرنو له مخې په ۱۳۹۸ کال کې یوازې ۲۵ ښځې د فاریاب د امنیه قومندانۍ اړوند د پولیسو په لیکو کې وې؛ خو اوس دا شمېر ۸۰ ته رسېږي.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند محمدکریم یورش نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې ټاکل شوې له دې سرتېرو څخه یې ځينې ترکیې هېواد ته ولېږلې شي. د هغه په وینا ښځو پولیسو ته له هېواد څخه بهر د لوړو زده‌کړو چانس ډېر دی. هغه زیاتوي، چې دا پولیسې به هېواد ته له راګرځېدو سره سم د دویم څارن رتبې ته ارتقاء وکړي.
په فاریاب کې ښځې پولیسې په جنایي برخه، څارنه او د کورونو په تلاشۍ کې دندې تر سره کوي. یورش زیاتوي، چې حقوق او جینډر هغه برخه ده، چې مدیریت یې د ښځینه پولیسې پر غاړه دی. د فاریاب د پولیسو ویاند وايي، چې ښار ته د ننوتو د کمربندونو په تلاشۍ کې هم ښځې پولیسي خپله اړونده دنده تر سره کوي.
محمد کریم یورش زیاتوي، چې ځينې ښځې پولیسې یې د فاریاب پوهنتون د نجونو لیلیې د خوندیتوب په موخه هم ګومارلې دي. د هغه په وینا په فاریاب کې اوس د پولیسو لیکو ته د ښځو له راتلو سره د کورنیو مینه زیاته شوې. هغه وايي، چې نجونو د پولیسو په لیکو کې د شاملېدو لپاره نوملیکنه کړې، چې ژر به وړ کسان ترې جذب شي. یورش وايي، که اړتیا شي ښځينه پولیسې چمتو دي، چې په ځمکنیو عملیاتو کې ګډون وکړي.
دویمه څارنه شریفه مبارز د فاریاب په امنیه قومندانۍ کې د جنډر او بشري حقونو د برخې امره ده. هغه وايي، چې دوولس کاله کېږي د پولیسو په لیکو کې دنده تر سره کوي. مېرمن مبارز وايي، چې د وړتیا لوړولو په موخه یې په ترکیه کې شپږ میاشتې زده‌کړې کړې دي.
شریفه مبارز، چې د وسلو د کار او بشري حقونو په برخه کې یې زده‌کړې کړې، وايي له خپلې دندې خوښه ده. د هغې په باور په ټولنه کې اوس هم د ځینو دودونو له امله کورنۍ اجازه نه ورکوي، چې ښځینه یې په پولیسو کې دنده وکړي؛ خو په دولت کې د ښځينه پولیسو شتون ته زیاته اړتیا ده. دا پولیسه په دې هیله ده، چې یوه ورځ کورنۍ همدغه اړتیا درک کړې او لوڼو ته اجازه ورکړي، چې په ازاده توګه په نظام کې دنده تر سره کړي.
په فاریاب کې یوه خبریاله او مدني فعاله شګوفه سادات بیا په پولیسو کې د ښځو زیاتېدو ته خوښه ده. د هغې په وینا د خلکو امنیت په ښځو پولیسو پورې تړلی دی؛ شکمنې ښځې باید د ښځینه پولیسو له خوا تلاشي شي، چې په دې سره به د جرمونو کچه راټيټه شي.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ چارواکي په داسې حال کې د پولیسو په لیکو کې د ښځو د زیاتېدو خبر ورکوي، چې په یاد ولایت کې لویې لارې او لرې پرتې ولسوالۍ تر پخوا ناامنې شوې. د فاریاب قیصار ولسوالي او د جوزجان ــ فاریاب لویه لاره له تېر یوه کال راپدېخوا تر لوړو امنیتي ګواښونو لاندې دي. که څه هم تېر کال امنیتي ځواکونو د جوزجان ــ فاریاب د لویې لارې له پاکېدو خبر ورکړی و؛ خو لا هم د دې لارې پر ځينو برخو طالبان واکمن دي.