IMG-20200831-WA0027

لوست یواځې زموږ ناپوهي زیانمنوي

neshananews

03 September 2020

بهزاد برمک

په دې ورځو کې مې حالت ښه نه دی؛ له خویونو، بدو پیغامونو او ښاخ لرونکو دروغو ستړی شوی یم. خو دا تکرار پای هم لري؟

د کرونا د وختونو ځینې ورځې سختې تېرېږي ژوند تریخېږي؛ خو دا وخت هم روان دی. لکه څنګه، چې خوښۍ ورځې تلپاتې نه وي؛ نو دا زړه تنګوونګې ورځې هم تېرېدونکې دي. موږ په یوه شواروز (۲۴ ساعته) کې ډېرې ستړې کوونکې کړنې تر سره کوو؛ خو موږ له ځان سره دا فکر کړی، چې له دې وخت څخه څه زده کړه کوو؟

ډېرې پېښې دي، زموږ د ماتې سبب کېږي او نه شو کولای، چې دا پېښې له پامه وغورځوو؛ خو که فکر وکړو دا پېښې موږ ته لوی درس راکوي. موږ باید دې هر څه ته په غور پام وکړو.

په دې ورځو کې زیات کتاب لولم پر نورو کارونو کار نه لرم؛ تر څو له خپلې زړه تنګۍ سره مبارزه وکړم.خوښېږي مې په ګوښه ځای کې واوسم؛ خو په دې توپیر، چې دا ځل راحت یم.

څوک، چې له ځان سره ارام وي د ارامۍ په معنا پوهېږي. هڅه کوم څه ولیکم. که څه هم ځینې وختونه قلم د لیک جرائت نه لري؛ خو زه هڅه کوم، چې څه ولیکم.

ځینې وختونه داسې څه ولیکم، چې پخپله خوند ترې اخلم. یعنې د ثانیو له چوپتیا او د شپې له ویښتیا خوند اخلم؛ کتاب لولم اوس یواځې ماته همدا بس دي، ځکه کتاب لوستونکو ته پوهه ورکوي او یو کتابلوستونکی تر هغو یو کال مخکې کوي څوک، چې کتاب نه لولي.

تاسو که کتاب نه لرئ په ژوند کې مو ډېر څه کم دي. که څه هم په ټولو ټولنو کې انټرنیټي نړۍ کتابلوست ته زیان اړولی؛ خو په افغانستان کې دا فرهنګ تر نورو ټولنو هم په ټيټه پوړۍ کې دی. د انټرنیټ له امله نن سبا د کتابلوست لړۍ یواځې په تفریح بدله شوې؛ خو که باور کوئ که نه، د کتابلوست ګټه دومره زیاته ده، چې تصور یې هم نه شئ کوای.

که څه هم زموږ مطالعه تر فېسبوک او ټوېټر رامحدوده ده؛ خو باید پر دې پوه شو، چې په دې سره موږ له لویې ګټې بې برخې شوي یو.

زموږ یوه کمي او فرهنګي ستونزه د کتاب کم لوست دی. شاید په دې کې یوه ستونزه کتابلوست ته د اړتیا نشتون وي. تر کله، چې انسان اړتیا محسوسه نه کړي هغه کار نه کوي.

کتاب مه لولئ، چې و یې لولئ! کتا ولولئ، چې بیدار شئ!

مطالعه له ټولنې سره د اړیکو په پار مهمه ده. کتاب د هیلو سرچینه ده او له سټریس سره د مبارزې یو مهمه لاره ده. څېړنو ښودلې، چې مطالعه له سټریس سره د مبارزې یوه ښه لاره ده

لوست زموږ ذهن خلاصوي او زموږ انګېزه ځلوي. هر وخت د زده کولو لپاره یو څه وي هر وخت لوست وکړئ تر څو بریا ته ورسېږئ او له هرې بریا سره زموږ رواني حالت او ژوند ښه کېږي.

د لوست تر څنګ لیکل هم مهم دي؛ خو په لیکلو کې کله، کله لوستونکی له داسې حالت سره هم مخ کېږي:

 سره له دې، چې زه له لیکلو سره مینه لرم او د لیکلو لپاره زیاتې سوژې هم لرم؛ خو هر ځل، چې  سپین کاغذ رااخلم ذهن مې د یوې کلیمې لیکلو اجازه نه راکوي.

دا حس څو ورځې دوام کوي او پر ما بریالی کېږي. که لیکل پیل هم کړم دا حس ما منع کوي، چې بېرته یې پرېږدم او دا هیله مې د څو ورځو لپاره یواځې هیله پاتې وي.

ما ته هم د حیرانتیا وړ ده، چې له هېڅ داسې بهرني څه نشته، چې ما له لیک څخه منع کړي؛ خو بیا ولې؟

 د دې جملې په لیدو مې ستونزه حل کېږي: « هېڅ څه ناشوني نه دي.» دا عبارت پخپله وایي، چې دا کار شونی دی.

په پای کې باید ووایم، چې د کرونا په دې زړه تنګوونکو ورځو کې د خپلې روغتیا پام وساتئ او مطالعه وکړئ، تر څو د ژوند شېبې مو ګتورې او خوندورې شي. که داسې وکړو ښې ورځې به مو په مخکې وي.

په کور کې پاتې شئ او کتاب ولولئ!