ندیم-880x550

مسعود ندیم؛ هغه ځوان چې لس کاله یې سړه جګړه کړې

neshananews

18 August 2020

که له یوې خوا امنیتي سرتېري د جګړې په میدان کې سنګرونه تاوده ساتي؛ خو بل خوا داسې سرتېري هم شته، چې د رسنیو له لارې د خلکو د ذهن جوړولو لپاره مبارزه کوي. دا هغه خبرې دي، چې څارمن مسعود ندیم له نشانه سره کړې دي.

مسعود ندیم په جوزجان کې د پولیسو له هغو افسرانو څخه دی، چې له لسو کلونو راپدېخوا د یاد ولایت امنیه قومندانۍ رسنیز امر او ویاند دی. نوموړی وایی په دې برخه کې یې دنده بریالۍ وه او د پولیسو خبرونه یې پر وخت تر ښاریانو ور رسولي دي.

نوموړی وایي د امنیتي ځواکونو په هکله پر وخت او کره خبرونه د دوی پر وړاندې د خلکو باور زیاتوي. د ندیم په باور امنیتي ځواکونه پر قلم او ټوپک دواړو د وسلوالو پر وړاندې جګړه کوي.

 ښاغلی ندیم ۱۳ کاله مخکې تر لنډمهالو زده کړو وروسته د پولیسو په تشکیل کې په جوزجان ولایت کې د خبریالۍ دنده پیل کړه.

د ښاغلي ندیم د واده اته کاله شوي او اوس د څلورو زامنو پلار دی؛ هغه د جوزجان ولایت د امنیه قومندانۍ د رسنیز مسوول په توګه اقچې، مردیان، فیض اباد، خماب او منگجیک ولسوالیو ته په جګړیزو عملیاتو کې تللی دی. نوموړی وایي د هرې جګړې پای سوله ده د هغه په وینا اوس امنیتي ځواکونه په هره جګړه کې بریالي دي.

مسعود ندیم په جګړیزو سیمو کې د هر خبریال ژوند ګواښوونکی بولي، هغه که پولیسي خبریال وي او که د کومې خصوصي رسنۍ مسوول وي.

مسعود ندیم وایی، چې د دولت وسلوال مخالفین په رسنیو کې د دولت خلاف ناسم خبرونه خپروي؛ خو پولیسي خبریالان د دوی دا شایعات رد او شنډوي. د هغه په وینا هېوادوال حق لري، چې له رښتینو خبرونو څخه خبر شي. هغه وایی، سړه جګړه که څه هم سخته ده؛ خو دی په پوره ایمان د دولت د مخالفینو د پروپاګند پر وړاندې ولاړ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې کورنیو چارو وزارت پر خبریالانو محدودیتونه ټاکلي دي. ښاغلی ندیم وایي، چې د یوه سرباز په توګه به د خپلې دندې ټول قوانین په پام کې نیسي او پر وخت له نورو خبریالانو سره همکاري کوي.

څارمن ندیم هیله من دی، چې تل د پولیسو په لیکو کې د خبریالۍ دنده تر سره کړي. هغه د دولت پر مخالفینو په ځانګړې توګه پر طالبانو غږ کوي، چې د سولې له رامخته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او وسلې پر ځمکه کېږدي.

ښاغلی ندیم وایي د سولې په راتلو د امنیتي ځواکونو او وسلوالو مخالفینو زامن په یوه ځای او په امن کې ژوند کولای شي.