رونمایی-کتاب-880x550

په جوزجان کې د فرهنگ جاج «دریچه‌یی به سوی فرهنګ مردم» کتاب مخکتنه وشوه

neshananews

21 November 2020

په جوزجان کې یو شمېر فرهنګیانو او مدني فعالانو د فرهنګ جاج «دریچه‌یی به سوی فرهنګ مردم» کتاب مخکتنه وکړه. دا کتاب په ۳۷۶ مخونو کې لیکلی شوی  دی. چې په پښتو او پارسي ژبو د ازادې اروپا راډيو له لوري چاپ شوی.

پر پښتو ژبه د کابل پوهنتون استاد پوهنیار محبوب شاه محبوب لیکلی او په پارسي ژبه دوو رسنیزو کارکوونکو شمیلا جاوید او مهریې انوري لیکلی. دوی د افغانستان د خلکو د ژوند، فرهنګ او تاریخ په هکله څېړنې کړې او خپلې موندنې یې په دې کتاب کې لیکلې.

د دازادۍ راډيو خبریال محمدعالم رحمانیار نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې د دې کتاب ډېر فرهنګي روایتونه د «ژوند په شېبو کې» له خپرونې رااخیستل شوي دي. هغه خپرونه، چې په هېواد کې د ازادۍ راډیو له خوا خپرېږي. په دې کتاب کې د مشرانو روایتونه او ځينې خرافات هم راټول شوي دي او د دې کتاب یوه برخه د موسیقۍ الو ته هم ځانګړې شوې.

په جوزجان کې یو تن شاعر بصیر صانع وايي، چې د خلکو د شفاهي ادبیاتو په هکله څېړنه د دې کتاب یوه ښه برخه ده. د هغه په وینا د کتاب لیکوالو فردوسي شاهنامه ښه په ځیر کتلې ده.

کرامت الله عزیزي، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر استازیتوب یې په دې مخکتنه کې ګډون کړی و، وویل؛ هغه کتابونه، چې زموږ د هېواد فرهنګي ریښې ترې معلومېږي چاپ یې ډېر اړین دی. ښاغلي عزیزي له نورو لیکوالو هم وغوښتل، چې په دې برخه کې کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د فرهنګ په هکله مطالعه کمرنګه ده او د هېواد زیات اوسېدونکي په ځانګړې توګه ځوان پوړ د هېواد له تېر تاریخ څخه بې خبره دي. په هېواد کې د فرهنګ د مطالعې کموالی زیات لاملونه لري؛ خو څلوېښت کلنه جګړه، ناامني، اقتصادي بېوزلي او سیاسي بې ثباتي یې ښکاره لاملونه دي.