استانکزی-880x494

معصوم ستانیکزی: د سولې درېیم پړاو خبرې باید و نه ځنډېږي

neshananews

08 June 2021

د افغان دولت مرکچي پلاوي مشر محمدمعصوم ستانیکزي د سولې په چارو کې د قطر د امیر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې د سولې خبرو درېیم پړاو باید و نه ځنډېږي.
د افغان دولت د مرکچي پلاوي رسنیز دفتر نن (سه شنبه، د غبرګولي ۱۷مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ښاغلي ستانیکزي دا موضوع پرون د سولې په چارو کې د قطر امیر له ځانګړي استازي مطلق القحطاني سره په لیدنه کې یاده کړې.
ښاغلي ستانیکزي ویلي، چې افغان دولت د سولې خبرو ته بشپړ چمتووالی لري او تمه لري، چې دا خبرې ژر پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د سولې لپاره په دوحه او کابل کې نوې هڅې پیل شوې. په دې برخه کې د امریکا او اروپایي ټولنې استازو هم سیمې ته سفر کړی؛ تر څو د سولې خبرو تازه دور پیل کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دویم دور خبرو کې هم طالبان د سولې خبرو پر ځنډ تورن شوي وو.
طالبان بیا دا ادعاوې ردوي او وایي، د دولت مرکچي پلاوی د پرېکړې وړتیا نه لري.