دفتر نی خلوتگر

نی: امنیتي بنسټونه باید د خبریالانو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي

neshananews

06 May 2021

په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ نی، د طلوع تلویزون د پخواني خبریال نعمت روان وژلو ته په غبرګون ویلي، چې دا پېښه رسنیو ته تازه د ګواښ زنګ دی.
د نی د اجرایوي دفتر رییس مجیب خلوتګر نن (پنجشنبه، د غويي شپاړسمه) ویلي، چې پر روان برید پر خبریالانو او د رسنیو پر استازو د بریدونو په دوام شوی. ښاغلي خلوتګر له امنیتي بنسټونو غوښتي، چې د خبریالانو د امنیت خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت د رسنیو برخې مسوول او د طلوع نېوز خصوصي رسنۍ پخوانی ویاند نعمت روان نن تر غرمې وروسته په کندهار کې ووژل شو. مالیې وزارت اعلان کړی، چې ښاغلی روان په خپلو اسنادو پسې کندهار ته تللی و.
که څه هم تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې؛ خو امنیتي بنسټونه په هېواد کې د موخنو وژنو پړه پر طالبانو وراچوي.
نعمت روان په داسې حال کې په کندهار کې په نښه شوی، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون رسنۍ تورنې کړې، چې د خبرونو په خپرولو کې بېطرفي نه دي. مجاهد رسنیو ته ګواښ کړی، چې بېطرفي غوره کړي.