جلال-880x550 (1)

هغه ځوان، چې د خلکو د ژغورلو لپاره یې اته کاله له مرګ سره لوبې کړې

neshananews

27 August 2020

د جګړې څېره، چې له هرې خوا کتل کېږي بدرنګه او له کرکې ډکه وي؛ ځکه، چې ځینو ته یې داسې دردونه ورکړي وي، چې د عمر تر پایه د هېرېدو نه وي. خو داسې ځوانان هم شته، چې د جګړې څېره ورمعلومه ده او ورڅخه زېږېدونکی وحشت یې هم مخې ته ولاړ وي؛ خو بیا هم دوی د خلکو ژغورنې ته مټې رابډ وهلې وي.

سید جلال، هغه ۲۸ کلن ځوان دی، چې اته کاله یې د هېوادوالو د ژوند ژغورنې په پار له ماینونو سره لوبې کړې. مخکې تر هغې، چې ښخ شوي ماینونه د هېوادوالو د بدن غړي پرې کړي، نوموړی د هغوی تارونه پرې کوي تر څو شنډ شي او د هېوادوالو وینه تویه نه شي.

 نوموړی اوسمهال لومړی ساتنمن دی او هیله لري، چې لسګونه کلونه نور هم د وطن خدمت وکړي. هغه وایي:”نور که وایي (سر ورکوم؛ خو سنګر نه ورکوم.) خو زه پر دې جمله باور لرم او هېواد ته خدمت تر هر څه راته لوړ دی.”

سیدجلال له اتو کلونو راپدېخوا په جوزجان کې د ماین شنډولو په برخه کې کار کوي، هغه وایي ماین د بربادۍ او مرګ بل نوم دی. سیدجلال تر څه وخت نظامي او مسلکي زده کړو وروسته دا کار پیل کړی دی.

 هغه په ۱۳۷۱ کال کې په بدخشان کې زېږېدلی دی؛ خو جوزجان ته دندې ته راغلی، چې تر اوسه یې سلګونه ماینونه په بلخ، فاریاب، سرپل او جوزجان کې شنډ کړي دي او ویاړي، چې د سلګونو سرتېرو او ملکي وګړو د ناحقې وینې تویېدو مخه یې نیولې ده.

ماین شنډونه سیدجلال ته له خطرونو سره همغاړي وه، نوموړی وایي، چې دوه کاله مخکې یې د فاریاب په قرمقول ولسوالۍ کې ماین د یوه لاس ګوتې پرې کړې؛ خو ناهیلی شوی لا هم نه دی. هغه وایي: ” ویاړم، چې د وطن په لار کې مې ګوتې له لاسه ورکړې او د وطن په خاوره مې وینه توی شوه.”. نوموړی لا هم خپله دنده پر مخ بیایي او هڅه کوي، چې د هېوادوالو د وینې تویېدو مخه ونیسي.

د ماین شنډولو د ډلې دا غړی وایي، چې د وطن په لاره کې د ګوتو له قرباني ناهیلی شوی نه دی. د نوموړي په وینا هغه او ملګرو یې تېر کال په جوزجان ۸۶ ماینونه شنډ کړي دي او سلګونه خلک یې ژغورلي دي. سیدجلال وایي، چې د ټولو ځمکنیو عملیاتو د ماین مخې ته ماین شنډوونکې ډلې دي.

د جلال شخصي ژوند هم له ناخوالو سره مل دی. دوه کاله کېږي، چې کوژده یې کړې؛ خو روزګار او اقتصادي ستونزو اجازه نه ده ورکړې، چې له خپلې کوژدنې سره یو ځای شي. سید جلال وایي، که یې د هېواد پر ننګه وینه توی شي کورنۍ به یې پرې ویاړي.

نوموړی د جګړې له ښکېلو لورو غواړي، چې له ماینونو څخه کار نه واخلي؛ ځکه د ماین خښول لږ وخت غواړي؛ خو د ورانۍ جبران یې بیا کلونه وخت نیسي.

جلال د هر ماین د شنډولو لپاره درنې جامې اغوندي تر څو د هېوادالو ژوند وژغوري. نوموړی وایې: ” د ماین شنډولو جامې له ۴۵ تر ۵۶ کیلوګرامه وزن لري.”.

ښاغلی جلال وایي، د پېچلو او ستونزمنو ماینونو د شنډولو وړتیا لري.

 که څه هم د جلال د ګوتو درد لا هېر نه دی؛ خو وایي که د وطن په لاره کې ټوټه، ټوټه شي هم خپلې لارې ته به دوام ورکړي.