WhatsApp Image 2021-06-08 at 13.16.28

واشینټن وایي، د دې لپاره چې افغانستان د تروریزم پر مرکز بدل نه شي له اسلام اباد سره خبرې کوي

neshananews

08 June 2021

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مرستیال جک سلېوان ویلي، د دې لپاره چې افغانستان د تروریزم پر مرکز بدل نه شي له پاکستان سره یې په معلوماتي، نظامي او ډیپلوماټیکو برخو کې خبرې پیل کړې.

سې ان ان تلویزوني شبکه وایي ښاغلي سلېوان دا خبرې پرون په واشنټن کې یوې خبرې ناستې ته کړې. ښاغلي سلېوان په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

سلېوان ویلي، چې په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په موخه د واشینټن او اسلام اباد تر منځ مهم بحثونه پیل شوي. هغه وایي واشنټن هڅه کوي دا ډاډ تر لاسه کړي، چې افغانستان به بیا د امریکا پر ضد د تروریزم پر مرکز نه بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې غربي رسنیو ویلي له افغانستان څخه وتونکي امریکایي ځواکونه به په پاکستان کې ځای پر ځای شي، چې استخباراتي ځواکونه هم پکې دي.

په افغان سوله کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، چې له افغانستانه وتونکي امریکایي ځواکونه به په سیمه کې ځای پر ځای شي؛ خو نوموړي ځای نه دی په ډاګه کړی.