صادق اوغل

په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د رسنیو د ښځینه فعالانو مقاومت

neshananews

09 May 2021

د روان میلادي کال له پیل څخه په هېواد کې د رسنیو د ښځینه فعالانو پر وړاندې امنیتي ګواښونه تر بل هر وخت زیات شوي. دوه میاشتې مخکې په ننګرهار کې د یوه خصوصي تلویزون انعکاس، درې ښځینه کارکونکې په نښه او ووژل شوې، چې یوه یې پکې د یاد تلویزون ویانده ملاله میوند هم وه.
که څه هم حکومت طالبان پر دې وژنو تورنوي؛ خو طالبان په دې پېښو کې لاس لرل نه مني.
دا پېښې د دې لامل شوې، چې د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې زیاتې ښځې خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې له خپلو کارونو سره خدای پاماني وکړي او پر کورونو کېني. دا په داسې حال کې ده، چې د سولې، ښځو د حقونو او ټولنیزو ارزښتونو په اړه د افغان حکومت او طالبانو خبرې تر عید وروسته ته ځنډېدلې. بل خوا په افغانستان کې د رسنیو ښځې فعالانې د وروستیو کلونو پر لاسته راوړنو ټینګار کوي.
پورته یادو ګواښونو او وژنو په هېواد کې د رسنیو ښځې فعالانې اندېښمنې کړې؛ خو له دوی څخه یې د ځينو رسنیز فعالیتونه او مبارزې لا هم په مقاومت پر مخ ځي. غزل راډیو تلویزون په شبرغان کې هغه سیمه‌ییزه رسنۍ ده، چې څښتنه او مدیر مسووله یې ښځه ده. په دې رسنۍ کې اته ښځې او نهه سړي کارکوونکي دي.
د دې خصوصي رسنۍ مسوول مدیره نیلا صادق اوغلو د رسنیو د فعالانو پر وړاندې د ګواښونو او تاوتریخوالو په هکله نشانه خبري اژانس ته وايي: « د رسنیو د فعالانو په نښه کولو پر ټولنه منفي اغېز کړی دی.» هغه زیاتوي:« زه هم د یوې ښځې په توګه کله، چې د ښځو خبریالانو د وژنو خبرې اورم اندېښمنه کېږم؛ خو بله لاره نشته . باید پر وړاندې یې ودرېږو، ځکه که موږ ووېرېږو نورې ښځې کار ته زړه نه ښه کوي.»


مېرمن صادق اوغلو د یوې خصوصي رسنۍ د څښتنې په توګه وايي:« ما چې له کله نه دا رسنۍ جوړه کړې په دې فکر کې یم، چې یوه ورځ به د رسنیو ښځينه کارکوونکې په نښه کېږي او یا به ګواښل کېږي.» هغه وايي، تر څو چې ژوندۍ وي خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي.
مېرمن اوغلو وایي؛ په تېرو اتلسو کلونو کې ښځو خپلو حقونو ته د رسېدو په لار کې ډېرې قربانۍ ورکړې، چې اوس یې پرې ځانونه د وزارت، وکالت او معینیت تر پوړیو رسولي. اغلې اوغلو زیاتوي، چې ښځې خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي، چې په اتلس کلونو لاسته راوړنو یې معامله نه وشي. هغه له دولت او طالبانو غواړي، چې د ښځو په دې لاسته راوړنو معامله نه وکړي.
خالده د غزل راډيو تلویزون شل کلنه کارکوونکې ده، چې اوسمهال د جوزجان پوهنتون زده‌کړیاله ده. نوموړې په غزل تلویزون کې د «اشپزي» خپرونه چلوي. خالده وايي:« زه په رسنیو کې له کار کولو سره مینه لرم او غواړم، چې د ښځو او سړیو تر منځ توپیر له منځه لاړ شي.». خالده وايي، په یوه نسبتا فرهنګي کورنۍ کې ژوند کوي او له خپلې کورنۍ مننه کوي، چې په دې کار کې یې د هغې ملاتړ کړی.
مېرمن خالده اندېښنه څرګندوي:« کله، چې له کور څخه د تلویزون پر لور ځم دا وېره راسره وي، چې څوک مې و نه تښتوي او یا له نورو ستونزو سره مخ نه شم.» هغه وايي، چې دې ته یې کورنۍ هم اندېښمنه ده؛ خو بیا هم وايي:« زه نه تسلیمېږم او پر مخ به ځم.»


په جوزجان کې د یوې بلې رسنۍ (باتور تلویزون) کارکوونکې فرزانه وايي، چې له خبریالي سره مینه لري؛ نو ځکه په تلویزون کې کار کوي. فرزانه وايي:« افغانستان یوه سړيپاله ټولنه ده او نجونې پکې د بهر کار کولو اجازه نه لري.» د هغې په وینا که څه هم د رسنیو نارینه کارکوونکو ته هم ګواښونه شته؛ خو ښځينه کارکوونکو ته یې دوه برابره دي. هغه زیاتوي:« موږ که قرباني کېږو هم خپله لاره نه پرېږدو تر څو نور با استعداده ځوانان زموږ لارې ته دوام ورکړي.»
په جوزجان کې د رسنیو ښځينه فعالانې په داسې وخت کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مقاومت خبرې کوي، ‎چې په افغانستان کې د بشري حقونو فعالانو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي خبر ورکړی. په وروستیو کې په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې بریدونه زیات شوي. د رسمي شمېرو له مخې په تېر یوه کال کې په هېواد کې لس خبریالان وژل شوي او هېڅ یوې ډلې یې د وژلو پړه نه ده منلې.