نقش-جوانان-در-صلح-400x250

په بدخشان کې د سولې د خبرو په پیاوړتیا کې د ځوانانو پر ونډه بحث وشو

neshananews

06 October 2020

په بدخشان کې د روانې سولې په خبرو کې د ځوانانو پر رول خبرې بحث وشو. د بدخشان ولایت د شخړو د حل شبکې په یاد ولایت کې له مدني فعالانو، استادانو او زده‌کوونکو سره په ګډه د یوناما د سیمه‌ایز دفتر پر ملاتړ د یوې غونډې په ترڅ په سوله کې د ځوانانو پر ونډه بحث وکړ.

په بدخشان کې د ښځو دفتر رییسه او د شخړو د حل شبکې غړې مریم امواج په دې غونډه کې وویل، نړیوالو تجربو ښوولې، چې د سولې په بهېر کې د ښځو ګډون ډې مهم دی. د هغې په وینا په افغان سوله کې باید د ښځو ونډې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

اغلې امواج په دې برخه کې د طالبانو پر درېځ نیوکه کوي. هغه وايي، چې د اساسي قانون له مخې ازادي د هر هېوادوال حق دی. د هغې په وینا طالبان باید د ښځو پر وړاندې خپل لیدلوری بدل کړي او د اسلام په رڼا ورته د زده‌کړو او نور حقونه ورکړي.

بل خوا د دې ناستې یوه بله ګډونواله او په بدخشان کې د برنا پوهنتون زده‌کړیالې فرنوش حافظي هم په سوله کې د ځوان قشر پر ونډه ټینګار وکړ. هغې وویل، چې په سوله کې د ځوانانو دنده دا ده، چې په ټولنیزه سوله ټينګار وکړي. د هغې په وینا ټولینزه سوله د سیاسي سولې بنسټ دی. هغې زیاته کړه، چې ټولنیزه سوله کولای شي یوې سیاسي سولې ته لاره هواره کړي او پر هغې مثب اغېز وکړي.

دا ځوانه زده‌کړیاله د سولې په خبرو کې له دواړو غاړو څخه غواړي، چې د راتلونکي لپاره ځوانان له پامه و نه غورځوي. اغلې حافظي همداراز وايي، چې د تېرو دوو لسیزو لاسته رواړنې باید په دې سوله کې وساتل شي او اوس هغه وخت رارسېدلی، چې یو بل ومنو.

د بدخشان یو ځوان اوسېدونکی سید عبدالنصیر په دې ناسته کې وویل، چې په روانه جګړه کې تر ټولو زیاته قرباني ځوانانو ورکړې؛ نو د جګړې د اصلي قربانیانو په توګه باید په خبرو کې ځوانانو ته ځانګړی پام وشي. هغه وویل، چې ځوانان د یوې داسې سولې غوښتنه کوي، چې ټول انساني او بشري حقونه وساتل شي. نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان ټول وګړي د سولې غوښتونکي دي او د جګړې له دواړو غاړو غواړي، چې روانه جګړه پای ته ورسوي.

له تېرو دریو اوونیو څخه د طالبانو او افغان دولت تر منځ د سولې خبرې پیل شوې؛ خو تر یوې پیلیزې ناستې وروسته بیا د خبرو پر څرنګوالي هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د یادونې وړ ده، چې پر حنفي فقه ټینګار د سولې په خبرو کې یو له اختلافونو څخه دی.

په بدخشان کې د ښځو د حقونو فعالان، مدني بنسټونه او ځوانان غواړي، چې سولې ته رسېدو لپاره باید ټولې غاړې انعطاف وښيي تر څو افغانستان ته نور زیان و نه رسېږي.