زنان پیشه ور بدخشان

په بدخشان کې د ناامنیو زیاتوالی او د ښځو د اقتصادي فعالیتونو راکمېدل

neshananews

22 May 2021

د ناامنیو له زیاتو سره په بدخشان کې پر ښځو د کارونو ساحه راتنګه شوې او په یاد ولایت کې د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د کمېدو اندېښنې زیاتې شوې. په بدخشان کې د ښځو حقونو فعالان وايي، ناامنۍ د دې سبب شوې، چې د ښځو د وروستیو کلونو لاسته راوړنې له ګواښونو سره مخ شي او کاریګرې ښځې لرې پرتو سیمو ته لاسرسی نه ولري.
په بدخشان کې د ښځو حقونو یوه فعاله اصفه کریمې وايي، په بدخشان کې ښځو د لاسي صنایعو، لبنیاتو پروسیس او بازارموندنې په برخه کې پرمختګ کړی دی؛ خو اوس د دوی فعالیتونه یواځې تر فیض اباد ښاره رامحدود دي.
د هغې په وینا هغو ښځو چې د بدخشان په لرې پرتو ولسوالیو کې اقتصادي فعالیتونه کول اوس د طالبانو او امنیتي ځواکونو د جګړو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. مېرمن کریمي وايي، زیاتې ښځې اقتصادي تګلارې لري؛ خو نه شي کولای هغه په ولسوالیو کې پلې کړي، ځکه اوس دا کار ګواښوونکی دی.
په بدخشان کې یوه سوداګره شبنم وايي، چې په تېرو دوو لسیزو کې ورته برابر شوي امکانات د دې سبب شوي، چې د ځان په ګډون نورو مېرمنو ته هم د کار زمینه برابره کړي او د ژوند اقتصادي اړتیاوې یې پوره شي؛ خو وروستیو امنیتي او سیاسي ناامنیو اندېښمنه کړې، چې لاسته راوړنې او کاري فرصتونه یې له لاسه نه ووځي.
شبنم وايي، دوه کاله وړاندې د دوی فعالیتونه اتو ولسوالیو ته رسېدل؛ خو اوس د ناامنیو د زیاتېدو له امله خپل تولیدات تر فیض اباد ښار نه شي ویستلای. هغه وايي، که د سولې خبرې پایلې ته ورسېږي د ښځو فعالیتونه به پیاوړي شي او ښځې به د کورنۍ په اقتصاد کې له سړیو سره یو ځای برخه واخلي.
هغه زیاتوي:« له ځینو فرهنګي، ټولنیزو او نورو محدودیتونو سره، سره ښځې په کرنه، صنایعو او تولید کې ونډه اخلي او د بدخشان بازارونو ته د اړتیا وړ مواد تولیدوي؛ خو که امنیتي ستونزې یوې خوا ته شي ښځې کولای شي خپل فعالیتونه پراخ کړي.»
په ورته وخت کې په بدخشان کې د ښځو د چارو ریاست مسوولین او ښځو حقونو فعالان وايي، چې په تېرو څو کلونو کې له کله نه، چې ښځو ته د کار زمینه برابره شوې، په بدخشان کې ښځو په او سیمه‌ییز اقتصاد کې ونډه اخیستې.
د دوی په وینا وروستيو ناامنیو د ښځو فعالیتونه له ګواښ سره مخ کړي او که وضعیت په دې ډول روان وي د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د په ټپه درېدو وېره ده. د بدخشان د ښځو چارو رییسه الینا غیاثي وايي، چې د دولت او بېلابېلو بنسټونو د همکاریو په ترڅ کې په بدخشان کې زیاتې ښځې اقتصادي فعالیتونو ته راغلې او په ټولنه کې یې خپل شتون ثابت کړی دی.
د بدخشان د ښځو چارو رییسه وايي، د ناامنیو په زیاتېدو په بدخشان کې د ښځو د تېرو کلونو لاسته راوړنې او پرمختګونه له جدي ګواښ سره مخ دي. د مېرمن غیاثي په وینا حکومت ښځو ته د اقتصادي پرمختګ په برخه کې ښه فرصتونه برابر کړي او دې کار ته ژمن دی. مېرمن غیاثي تمه لري، چې د حکومت له ملاتړ سره، سره د ښځو لاسته راوړنې ضایع یا د سولې خبرو قرباني نه شي.
د بدخشان د ښځو چارو رییسه وايي، اوسمهال په بدخشان کې ښځې د هوټلونو، لبنیاتو پروسیس، د لاسي صنایعو په تولید او نورو برخو کې بوختې دي. د هغې په وینا بدخشانۍ مېرمنې هڅه کوي دا فعالیتونه د بدخشانو ټولو سیمو ته ورسوي.
لکه څنګه، چې مېرمن غیاثي وايي، د بدخشان د ښځو چارو ریاست داسې تګلارې په پام کې لري، چې پر مټ یې د ښځو فعالیتونه لرې پرتو سیمو ته وغځېږي؛ خو د هغې په وینا د ناامنیو زیاتوالی، د سولې په خبرو کې د ښځو پر اقتصادي کړنو او ازادو فعالیتونو د طالبانو ناباوري سوداګرې ښځې اندېښمنې کړې دي.
د بدخشان د ښځو چارو ریاست مسوولین وايي، په وروستیو کلونو کې ښځو ته د زده‌کړې ورکولو تر څنګ دوی ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي او هغوی په دې سره ځانګړي بازارونه جوړ کړي دي.
د هغوی په وینا که امنیتي ستونزې یوې خوا ته شي، سوداګرې ښځې به په دې برخه کې خپل فعالیتونه زیات کړي او دوی ته به لا زیات کاري فرصتونه برابر شي.

د ناامنیو له زیاتو سره په بدخشان کې پر ښځو د کارونو ساحه راتنګه شوې او په یاد ولایت کې د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د کمېدو اندېښنې زیاتې شوې. په بدخشان کې د ښځو حقونو فعالان وايي، ناامنۍ د دې سبب شوې، چې د ښځو د وروستیو کلونو لاسته راوړنې له ګواښونو سره مخ شي او کاریګرې ښځې لرې پرتو سیمو ته لاسرسی نه ولري.
په بدخشان کې د ښځو حقونو یوه فعاله اصفه کریمې وايي، په بدخشان کې ښځو د لاسي صنایعو، لبنیاتو پروسیس او بازارموندنې په برخه کې پرمختګ کړی دی؛ خو اوس د دوی فعالیتونه یواځې تر فیض اباد ښاره رامحدود دي.