پولیو-دو-400x250

په بدخشان کې د پولیو دوه تازه پېښې ثبت شوې

neshananews

28 September 2020

د بدخشان د روغتیا ریاست مسوولین وایي، وروسته تر ۱۴ کلونو د بدخشان په یمګان او کشم ولسوالیو کې د ماشومانو د فلج (پولیو) دوه مثبتې پېښې ثبت شوې.

د بدخشان د عامې روغتیا مرستیال نوشین‌گهر کریمي وایي، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې په بدخشان کې هېڅ د پولیو مثبته پېښه نه وه ثبت شوې. د دوی په وینا د ناامنیو له امله په بدخشان کې واکسین په سمه توګه نه دی پلي شوی، ځکه خو د پولیو پېښې زیاتې شوې.

د کریمي په وینا لومړی په ننګرهار کې دوه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان پر فلج اخته شوي وو، چې وروسته په بدخشان کې د پولیو پېښې ثبت شوې. هغه وایي د بدخشان په نورو برخو کې د پولیو د ثبت احتمال شته؛ خو دوی هڅه کوي، چې د ماشومانو د دفاعي سیستم په پیاوړتیا کې هڅې وکړي.

په بدخشان کې یوه اوونۍ وړاندې د پولیو د واکسین پلي کول پیل شول؛ خو د طالبانو د ممانعت له امله په بدخشان کې ۲۶زره ماشومان له پولیو څخه پاتې شوي. که څه هم طالبان دا ادعاوې ردوي؛ خو د بدخشان د روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د جګړو او د طالبانو د ممانعت له امله واکسین نه دی پلي شوی.

بل خوا په بدخشان کې مدني فعالان هم د پولیو د تازه پېښو ثبت ته اندېښمن دې. دوی وایې له ترکمنستان، پاکستان او ګاونډو ولایتونو سره پولو او ناامني په بدخشان کې د دې ویروس د خپرېدو وېره زیاته کړې.

په بدخشان کې د مدني ټولنو مشر سیف‌الدین ساییس وایي، د بشر مبارزه د پولیو په ختمولو کې بریالۍ ده؛ خو په افغانستان کې جګړو او جګړه مارو د دې ویروس د خپرېدو وېره لا زیاته کړې.

د ساییس په وینا که د دې ویروس خپراوی په افغانستان کې ډېر شي مخه نیول به یې ستونزمن وي.

بل خوا د بدخشان د ولایتي شورا رییس بشیر صمیم په بدخشان کې د پولیو خپراوی د واکسین له ناسم پلي کولو ګڼي؛ خو وایي هڅه کوې، چې د قومي مخورو په منځګړیتوب د پولیو د واکسین پلي کولو ته لاره هواره کړي.

دا په داسې حال کې دی، چې هر کال په بدخشان کې د ناامنیو له امله زرګونه ماشومان له پولیو پاتې کېږي. تېر کال هم د سړې هوا له کبله ۷۵ زره ماشومان په بدخشان کې له واکسین څخه پاتې شوي وو.