په بدخشان کې لاریون؛ پر لارویونوالو ډزو دوه لاریونوال وژلي او شل یې ټپیان کړي
په بدخشان کې د برېښنا او اوبو د نشتون په غبرګون لاریون پر تاوتریخوالي اوښتی. دا لاریون نن (سهشنبه، د غبرګولي اتلسمه) په فیضاباد ښار کې پیل شوی.
په بدخشان کې یو تن لاریونوال احمد نبیل قاضيزاده وايي، چې دولت په بدخشان کې د خلکو د اوبو او برېښنا مشروع غوښتنو ته پر مرمیو ځواب ورکړ. د هغه په وینا د دولتي ځواکونو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او شل ټپیان شوي، چې ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د پولیسو تر ډزو وروسته د ښار حالت ترینګل شوی. په ښار کې دوکانونه تړل شوي او نظامي رنګ یې اخیستی دی. د سیمې خلکو او سیمهيیزو قومندانانو هم د دولت پر وړاندې وسله راخیستې، چې د دواړو لوریو تر منځ د وسلوالې نښتې امکان زیات شوی. لاریونوالو د یوه اته مادهییز پرېکړه لیک پر لیکلو سیمهییزه اداره په ناکارۍ، بېتفاوتۍ او د خلکو د امنیت په تامین کې پر پاتېوالي تورنوي. دوی له دولت څخه غواړي، چې غوښتنو ته یې پام وکړي.
په دې پرېکړهلیک کې راغلي، چې د بدخشان سیمهيیزه اداره د بدخشان د خلکو پر ځای نورو ته خدمت کوي. دوی وايي، چې که تر دوو ورځو پورې د دوی د برېښنا او اوبو ستونزه حل نه شي دوی به خپله پرېکړه وکړي او د شورابک د اوبو بند به پرانیزي.
بل خوا د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وايي، چې دوی د لاریونوالو له غوښتنو نه دي خبر. د هغه په وینا لاریونوالو هڅه کړې، چې دولتي ودانیو ته ننوځي، لاریونوالو د ولایت مقام دروازه ماته کړې او دخلکو عرېضې یې هم سوځولې. ښاغلی نظري د لاریونوالو دا تورونه ردوي او وايي، چې دا لاریونوال د خپلو تیږو له وارونو څخه ټپیان شوي دي.
یو بل لاریونوال عبدالعلیم خدام وايي، دوی د ناامنۍ، پاکو اوبو ته د نه لاسرسي او له شورابک څخه د ګټې اخیستنې د ځنډ په پار لاریون کړی. خدام وايي، د شورابک بند د جوړېدو چارې دوه میاشتې مخکې بشپړې شوې؛ خو د کوچیانو د کورونو جوړولو لپاره برمته او پرانیسته یې ځنډېدلې.
لاریونوال ګواښ کوي، چې که یې غوښتنې و نه منل شي د سیمهییزې ادارې پر وړاندې به خپلو لاریونونو او اعتراضونه ته دوام ورکړي.