Screenshot_20210525-110017_WhatsApp

په بدخشان کې یوه زیارکښه او راتلونکي ته هیله منه مېرمن؛ لیلا رحماني

neshananews

25 May 2021

که څه هم له کور څخه بهر ښځو ته کار ستونزمن دی؛ خو لا هم داسې ښځې شته، چې بهر کار کوي او خپلو هیلو ته د رسېدو هڅه کوي. د دې زیارکښو ښځو هڅې روانې دي او هېڅ محدودیت یې نه شي خنډ کېدلای. لیلا رحماني په بدخشان کې یوه پر کار بوخته مېرمن ده. لس کاله کېږي، چې پامیري ژبو ته د کار تر څنګ سوداګریز فعالیتونه هم کوي.

مېرمن رحماني په پارسي ادبیاتو کې زده کړې کړې. نوموړې څه وخت د پامیري ژبې مطلبونو په سمولو او نور په سوداګریزو فعالیتونو کې تېروي. لیلا رحمانی د شغنان اوسېدونکې ده؛ خو له ډېره وخته راپدېخوا د بدخشان په مرکز فیض اباد کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي. مېرمن رحماني د فرهنګیانو له یوې ډلې سره د ثمر موسسې همکاره ده.

ثمر نړیواله موسسه ده، چې پر بومي ژبو لکه؛ پامیري او نورو د متن د تولید په موخه کار کوي. ثمر موسسه له تېرو لسو کلونو راپدېخو د ځوانانو پر مټ پر پامیري (شغني، منجي، روشاني، سنگلیجي او اشکاشمي) ژبو داستانونه، شعرونه، متنونه او تاریخي مطالب لیکي. لیلا رحماني د شغنان ولسوالي یوه پېژندل شوې فرهنګي څېره ده، چې په شغناني ژبه کې متن لیکي او مطلبونه سموي، تر څو د شغنايني ژبې او ادبیاتو ته کار وکړي.

مېرمن رحماني وايي، چې له ماشومتوبه یې په سر کې د سوداګري فکر و، نو ځکه یې د خپل فرهنګي او ژبني کار تر څنګ اقتصادي کارونه هم پیل کړي دي. لیلا د کور او سوداګرۍ تر څنګ د څلورو ماشومانو روزنه هم پر غاړه لري؛ خو بیا هم په انرژي د خپلو فعالیتونو خبره کوی. مېرمن لیلا وايي، د بازارموندنې په موخه ډېره هڅه کوي تر څو وکولای شي، د خپل خرڅ تر څنګ نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

هغه هره ورځ د ثمر په دفتر کې خپل فرهنګي او د ښځو په یوه سوداګریز مرکز کې، چې په فیض‌اباد ښار کې دی خپل سوداګریز فعالیتونه تر سره کوي. د دې تر څنګ یې په پښتو او پارسي ادب کې پراخه مطالعه هم پیل کړې ده. د اغلې رحماني په وینا که د ښځو پر وړاندې دودیز دېوالونه ونړېږي دوی هم کولای شي، چې د سړیو غوندې زده‌کړې او کار وکړي همداراز د هېواد په اقتصادي پراختیا کې برخه واخلي.

لیلا رحماني د بدخشان په اسماعیلي مذهبه ټولنه کې زوکړې، چې د زده‌کړو په بهېر کې له هېڅ محدودیت سره نه ده مخ شوې؛ خو په فیض‌اباد کې د دې مېرمنې کار له اندېښنو سره مل و. هغه وايي، له ستونزو سره یې هڅه کړې، چې له خپلو فرهنګي او اقتصادي فعالیتونو لاس وا نه خلي.

دا سوداګره مېرمن وايي، که د سولې هڅې پایلې ته ورسېږي، کولای شي ډېرې ښځې فرهنګي او اقتصادي ډګرونو ته راوباسي او هغوی په سړیو پسې له تړلي اقتصادي حالت او سړي پالې ټولنې خلاصې کړي.

په ورته وخت کې د بدخشان د ښځو چارو ریاست مسوولین په بدخشان کې د ښځو اقتصادي فعالیتونو ته خوښ دي؛ خو د ناامنیو او ګواښونو زیاتېدو ته اندېښمن دي. د یاد ریاست مسوولین وايي، هڅه کوي چې د نورو حکومتي بنسټونو په مرسته د کارګرو، مدني فعالو او د ښځو د حقونو فعالو ښځو ملاتړ وکړي تر څو دوی ته د کار کولو زمینې برابرې شي.

په بدخشان کې د ښځو حقونو فعالان وايي، چې د سولې په خبرو کې د ښځو حقونو د له منځه تګ او پر دوی د محدودیتونو د بیا لګېدو وېره لري. د دوی په وینا د بهرنیو ځواکونو په وتو په افغانستان کې د ښځو حقونه له جدي ګواښونو سره مخ دي.

لیلا وايي، چې بېرته شاتګ او د تېرو کلونو د پرمختګونو او لاسته راوړنو له لاسه تګ ورته د منلو نه دی. هغه تمه لري، چې د هېواد ټولې مېرمنې د راتلونکي احتمالي وضعیت پر وړاندې او خپلو فعالیتونو د ساتنې لپاره مبارزه وکړي.