په تخار کې یوه ډله پر یوې ۱۲ کلنې جينۍ د جنسي کارونې په تور نیول شوې
د تالقان ښار امنیتي مسوولین وايي، یوه دوولس کسیزه ډله یې د یوې دوولس کلنې جینۍ د جنسي کارونې په تور نیولې. په بدخشان کې یوې سرچینې، چې غواړي نوم یې واخیستل شي نشانه نېوز ته ویلي، چې دې ډلې له یوه دوولس کلنه جینۍ د جنسي کارونې لپاره له ځان سره ساتلې وه.
سرچینه زیاتوي، چې یادې ډلې دې جینۍ ته نارینه جامې وراغوستې تر څو د امنیتي مسوولینو له خوا و نه پېژندله شي. دې جینۍ له امنیتي مسوولینو سره خبرو کې ویلي، چې پلار یې پر نشهيي توکو روږدی دی؛ دا څو میاشتې مخکې د یوې ښځې له خوا دې کار ته ورپېژندل شوې او په ډېرو مجلسونه کې ورته نشهيي توکي ورکړل شوي تر څو په مجلسونو کې وناڅي.
دا قضیه له تېرو دریو ورځو راپدېخوا د تخار له پولیسو سره ده. په دې اړونده تر اوسه نور کسان نه دي نیول شوي. که څه هم د تخار د پولیسو قومنداني تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي؛ خو سرچینې وايي، چې پر دې جینۍ د جنسي تېري کوونکو لیست اوږد دی.
د یادونې وړ ده، چې له ماشومانو جنسي ګټه اخیستنه په نړۍ کې له بشري ارزښتونو سرغړونه او انساني فاجعه شمېرله کېږي.