قتل-همسر-880x550 (1)

په تخار کې یوې مور له خپلو دریو ماشومانو سره ځان سیند ته غورځولی

neshananews

04 May 2021

د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د یاد ولایت په فرخار ولسوالي کې یوې مېرمنې له خپلو دریو ماشومانو سره ځان سیند ته غورځولی.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې پېښه پرون (دوشنبه، د غویي دیارلسمه) تر غرمې مخکې د فرخار ولسوالۍ په لژده سیمه کې شوې.
ښاغلی اسیر وایي، دې مېرمنې لومړی خپل کور سوی او بیا یې ځان له خپلو دریو ماشومانو سره سیند ته غورځولی.
د تخار د پولیسو ویاند وایي، چې تر اوسه د پېښې لامل نه دی معلوم؛ خو په دې اړه د پولیسو پلټنې روانې دي او د ښځې خاوند هم د پولیسو په ولکه کې دی.
په ورته وخت کې په سیمه کې سرچینې وایی، چې دې مېرمنې د نېستۍ له امله دا کار کړی دی؛ خو امنیتي سرچینو تر اوسه دا ادعا نه ده تایید کړې.
تخار د هېواد په شمال کې پروت ولایت دی، چې د طالبانو او غیرمسوولو وسلوالو پراخ شتون پکې د خلکو د اقتصادي کمزورتیا لوی لاملونه دي.
څو ورځې مخکې د تخار د کلفکانو اوسېدونکو ادعا کړې وه، چې په یاده ولسوالي کې د دوو ځایي قومندانانو د نښتې له امله د سیمې اوسېدونکي د خپلو ځمکو له کښت څخه پاتې شوي.