کودک

په تخار کې یو ماشوم له تښتوونکو ژغورل شوی

neshananews

16 May 2021

د تخار امنیتي چارواکي وايي، په تالقان ښار کې یو ماشوم له تښتوونکو ژغورل شوی دی. د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، تښتول شوی ماشوم مرتضا نومېږي، چې د اختر په لومړۍ شپه خپل کور ته نږدې د ناپېژاندو کسانو له خوا تښتول شوی و.
د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، دا ماشوم نن(یکشنبه، د غويي ۲۶مه) د امنیتي ځواکونو په یو لړ اوپراتیفي عملیاتو کې له تښتوونکو ژغورل شوی دی.
د ماشوم پلار عبدالرحمن له پولیسو په مننې وايي، چې نیول شوي کسان باید مجازات شي.
د تخار امنیتي چارواکي وايي، په یاد ولایت کې د تښتونو مخینه ډېر وخت ته نه رسي؛ خو بیا به هم پولیس هڅه کوي، چې په اوپراتیفي او امنیتي عملیاتو کې د تښتونو مخه ونیسي.