جنگ جوزجان

په جوزجان کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو د درنو جګړو دوام

neshananews

26 May 2021

په جوزجان کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو جګړې څلورمې ورځې ته غځېدلې. امنیتي ځواکونه وايي په فیض‌اباد او اقچه کې یې دوه بېل بېل عملیات کړي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا هوايي بریدونه هم پکې شوي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمدحنیف رضايي نن (چهارشنبه، د غبرګولي پنځمه) نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې د جوزجان په اقچه کې د شاهین ۲۴۱ په عملیاتو کې ۳۵ طالبانو وژل شوي او شپاړس نور ټپیان شوي دي. د دوی په وینا په دې برید کې د طالبانو درې پټنځایونه هم ویجاړ شوي دي.
د دوی په وینا امنیتي ځواکونه په اقچه کې د پرمختګ په حال کې دی. د رضايي په وینا په عملیاتو کې درې امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې د جوزجان د پولیسو قومندان ابوبکر جیلاني وايي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو یو مهم قومندان هم وژل شوی دی او تر څنګ یې د طالبانو لپاره د درزاب ولسوال نصرت الله هم امنیتي ځواکونو نیولی دی.
د جوزجان د پولیسو قومندان وايي، په دې عملیاتو کې درې لوی کلي له طالبانو پاک شوي. د جوزجان پولیس د کورونو د تلاشي خبر هم ورکوي. بل خوا د جوزجان د اقچې ولسوال غلام سخي سبحاني وايي، چې طالبانو یادې ولسوالۍ ته یواځينۍ لاره پر ماینونو پوښلې. امنیتي ځواکونه وايي تر هغې به یې عملیات روان وي، چې اقچه له طالبانو پاکه شي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو رهبر تر اوربند وروسته خپلو جنګیالیو ته امر کړی، چې د جګړې میدان تود وساتي.
اقچه ولسوالي د جوزجان ـ بلخ پر لویه لاره پرته ده. دا ولسوالي تر سل زره زیات نفوس په درلودو د طالبانو لپاره ستراتژیکه ولسوالي ده.