اهدای خون

په جوزجان کې د وینې ورکولو یو ورځنی کمپاین

neshananews

19 May 2021

د جوزجان سیمه‌ییزو چارواکو او اوسېدونکو په ګډه د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ټپیانو ته په شبرغان ښار کې د وینې ورکولو یو ورځنی کمپاین کړی. د دې کمپاین ګډونوال وايي، چې له دې کار څخه یې موخه د امنیتي ځواکونو ملاتړ او په هېواد کې له ژوبلو شویو کسانو سره همکاري ده.
د جوزجان د والي ویاند عبدالقادر مالیه نن (چهارشنبه، د غويي ۲۹مه) نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې دا کمپاین د جوزجان د ولایتي ادارې له خوا پیل شوی، چې هغه پخپله هم وینه ورکړې. د هغه په وینا ټول هېوادوال باید د امنیتي ځواکونو د هڅونې په پار دا کار وکړي.
د جوزجان د والي ویاند وايي، چې هېوادوال او امنيتي ځواکونه تر یوه حساس پړاو تېرېږي. د مالیه په وینا یو څاڅکی وینه کولای شي، چې د نظامیانو او ملکي وګړو ژوند وژغوري. هغه همداراز وايي، چې له دې کمپاین سره سلګونه دولتي او غیرملکي وګړي وینې ورکولو ته حاضر شوي.
په ورته وخت کې په جوزجان کې یو مدني فعال قادر پولاد وایي، چې د جوزجان وګړي د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي. ښاغلی پولاد وایي، امنیتي ځواکونه د هېواد د خلکو لپاره جګړه کوي. هغه زیاتوي، چې هر هېوادوال باید په دې برخه کې خپله دنده تر سره کړي او امنیتي ځواکونو ته وینه ورکړي. پولاد وایي دوی د کابل پېښې له قربانیانو سره هم له دې لارې خپله خواخوږي څرګندوي.
د جوزجان د وینې بانک رییس محمد نعیم اجتماعي وایي، د دې کمپاین تر پای وروسته به ۳۰زره سې سې وینه راټوله شي، چې د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ټپیانو ته به ورکړل شي.
تر دې مخکې هم د جوزجان اوسېدونکو د محرم او سرتېري په ورځو او د شهید په اوونۍ کې ټپیانو او ملکي وګړو ته وینه ورکړې وه.