خشونت-علیه-زنان-880x550 (1)

په جوزجان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۳۰ سلنه راکم شوی

neshananews

01 December 2020

د جوزجان د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي، په روان لمریز کال کې په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۳۰ سلنه راکم شوی. د دوی په وینا د روان کال له پیل څخه د لیندۍ تر میاشتې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۴۴ قضیې ثبت شوې. په داسې حال کې، چې تېر کال دا شمېر ۲۲۴ ته رسېده.

د جوزجان د ښځو چارو ریاست د همغږۍ ریاست امرې وحیدې فیضي نشانه خبري اژانس ته ویلي، چې له ثبت شویو قضیو څخه یې اته د وژنو، درې د تېري او دوه د زندۍ کېدو دي. د هغې په وینا دا ۱۳ په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو بدې پېښې دي.

د اغلې فیضي په وینا زیاتې ثبت شوې قضیې د کورني تاوتریخوالي دي. هغه زیاتوي، چې ښاربندي (کرنټين) د دې تاوتریخوالو له بنسټیزو لاملونو  څخه ده. نوموړې زیاتوي، چې په تېرو دوو میاشتو کې تر ټولو کمې پېښې ثبت شوې او دوی د نورو ارګانونو په مرسته تل هڅه کوي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته رسېدنه وکړي.

د ودونو زیات لګښت، لوړ مهر، په زوره او په کم عمر ودونه او بنوالي (د څو ښځو کول) هغه لاملونه دي، چې ښځې له کورونو څخه تېښتي ته هڅوي کوي. اغلې فیضي زیاتوي، چې دوی د ټولنیزو او ښځو حقونو د فعالانو په مرسته د په زوره ودونو په هکله خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي.

تر دې مخکې هم د جوزجان د ښځو چارو ریاست له خوا د شبرغان په نهو کلیو او د اقچې، فیض‌اباد په ولسوالیو کې د ۹۰۰ ښځو لپاره له ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي د کمښت کمپاین پیل شوی و. له تېرو دریو ورځو راپدېخوا په هېواد کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د کمښت د نړیوالې ورځې په مناسبت شپاړس ورځنی کمپاین پیل شوی.